د اسلامي تعاون تنظيم د « يهود هېواد» د قانون تصويب وغندۀ
د اسلامي تعاون تنظيم د صهيونېسټ رژيم په پارلېمان کښې د « يهود هېواد» د قانون تصويب وغندۀ
د صهيونېسټ رژيم پارلېمان د روانې جولائۍ د مياشتې په نولسمه نېټه د يهود هېواد نومې قانون چې ټول نيواکي فلسطين يې يوازې د صهيونېسټانوټاټوبے اعلان کړ او فلسطينيان له ټولو مدني او انساني حقوقو څخه بې برخې کوي تصويب کړ.
د فلسطين د اطلاع رسونې د مرکز د رپوټ له مخې د اسلامي تعاون د تنظيم مشر يوسف بن احمد العثمين د يوې بيانيې په صادرولو سره تاکيد وکړ د دغه قانون تصويبېدل د نړيوالو ټولنو له غوښتنې سره د څرګند مخالفت او د نړيوالو قوانينو د خلاف ورزۍ ښودنه کوي.
په دغه بيانيه کښې راغلي دي، يهود هېواد يو نژاد پرستانه او باطل قانون دط او د فلسطين د ملت په تاريخي حقوقو يې سترګې پټې کړې دي.
هغه تاکيد وکړ دغه اقدام د ښارګي جوړونه، نژادي پاکسازۍ، د فلسطيني ملت د موجودګۍ، تاريخ او حقوقو د نفي په زمينه کښې د اسرائيلي رژيم د سياستونو د دوام بيانونکے دے.
د اسلامي تعاون تنظيم په دغه بيانيه کښې نړيوالې ټولنې له دغه قانونو سره مخالفت او د اسرائيلو له ټولو نژاد پرستانه قوانينو او سياستونو سره مقابلې ته راوبللې.