امریکا د سوریې یوشمیر ښاریز مړه او ژوبل کړل
-
دامریکا په مشرۍ دغه ائتلاف تراوسه په سوریې اوعراق کښې ډیر بې ګناه ښاریز وژلي دي .
ایرنا خبری اژانس نن سهار راپور ورکړ دامریکا د ائتلاف جنګی الوتکو دسوریې د دیرالزور(Deir ez-Zor) ولایت البوکمال(Al-Bukamal) ښار ته نږدې په السوسه ښارګی حملې سره یوشمیر کسان وژلی او ژوبل کړی دی .
امریکا له تیرو څو ورځو راهسې دداعش ترهګرې ډلې دمرکزونو په پلمه د سوریې په السوسه ښارکښې د ملکی خلکو په کورونو بمباریو ته دوام ورکړی او له کبله یې په زرګونو کورنۍ د خپلو کورونو پریښودو ته مجبوره شوی دی .
د جولاۍ دمیاشتې په شپاړسمه(۱۶) نیټه هم دامریکا جنګی الوتکود سوریې په السوسه ښارګی بمبارې کړی وې .
امریکا او ملګرو یې له ۲۰۱۴ میلادی کال راهسې له داعش ترهګرې ډلې سره د مبارزې په پلمه د ملګروملتونو له چوکاټه بهر او د سوریې له حکومت سره له غږملتیا پرته یو(۱) ائتلاف جوړ کړی دی .
دامریکا په مشرۍ دغه ائتلاف تراوسه په سوریې اوعراق کښې ډیر بې ګناه ښاریز وژلی دی .