امریکا دسوریې یو ښوونځی په زندان بدل کړی
Jul 22, 2018 01:53 Asia/Kabul
-
دامریکا پوځیان دغه زندان چې کابو دیرش زره(۳۰۰۰۰) مربع میټره مساحت لري په کیمرو سره څارنه کوي .
د ترکیې اناتولی خبری اژانس بیګا وویل دامریکا عسکرو دسوریې په شمال کښې په الرقه ښار کښې یو(۱) ښوونځی په یوه ستر ویرونکی زندان بدل کړی دی .
دغه زندان د سوریې په شمال کښې د عین عیسی ښارګی په مینځ کښې دیوه زړه ښوونځی په ودانۍ کښې جوړ کړی شوی او په یوه(۱) ستر بند بدل کړی شوی چې زرګونو کسان پکښې بندیان دی .
ددغه زندان ټول کارکونکی امریکایان دی او په پټ ډول کار کوی .
دامریکا پوځیان دغه زندان چې کابو دیرش زره(۳۰۰۰۰) مربع میټره مساحت لری په کیمرو سره څارنه کوی .
د رقه ولایت مرکز رقه ښار چې له ۲۰۱۳ میلادی کال راهسې دداعش ډلې په نیواک کښې وو د تیر میلادی کال د اکتوبر دمیاشتې په ۱۷ نیټه په کامل ډول له دغه ډلې ازاد شو او د سوریې دډیموکراټیک ځواکونو چې امریکا ورسره مرستې او ملاتړی کوی لاس ته ورغی .
ټیګونه