دسوریې عسکرو له ترهګرو صیصون دښته ازاده کړه
-
له دې مخکې دسوریې پوځيان توانیدلي وو د درعا ولایت په ریف غربي کښې «جمله» او« النفافعه »کلي له ترهګرو ازاد کړي .
فارس خبری اژانس وایی دسوریې پوځیان پرون بریالی شول ددرعا ولایت د «حوض الیرموک» سیمې په صیصون دښتې کنټرول ترلاسه کړی .
له دې مخکې دسوریې پوځیان توانیدلی وو د درعا ولایت په ریف غربی کښې «جمله» او« النفافعه »کلی له ترهګرو ازاد کړی .
په حوض الیرموک کښې په جمله او النافعه کلیو کښې د داعش ترهګرې ډلې په ماتی سره اوس ددرعا ولایت اته نوی(۹۸) فیصده خاوره ازاده شوی ده او یوازې دوه(۲) فیصده د ترهګرو په نیواک کښې ده .
دغه راز د سوریې ډیموکراټیک ځواکونو تر خپل کنټرول لاندې سیمو او ښارونو د شاتګ او د سوریې عسکرو ته ددغو سیمو دسپارلو لپاره خپل چمتووالی ښودلی دی .
د سوریې د قانونی حکومت او د ډیموکراټیکو ځواکونو ترمینځ له خبرو وروسته موافقه وشوه ډیموکراټیک ځواکونه رقه ښار او دحسکه ښار زیاتې سیمې حکومتی عسکرو ته وسپاری .