امارات د امریکا لاس پوڅې دې
ښاغلی عبد السلام ټینګار وکړد امریکا او اماراتو ترمینځ اړیکی د یوه استعمار پال او یو سیمه ایز ګوډاګی اړیکی دی
د یمن د انصار ا...غورځنګ ویندوی وویل امارات له امریکا پرته هیڅ ندې او له دې ډیر کمزورې دې چی د یمن له یوه کلی سره جنګ وکړې شی .
د العالم تیلی ویژیونی چینل د المسیره له قوله راپور ورکړ چی محمد عبدالسلام په خپله ټویټر پاڼه کی د اماراتو په خارجه وزارت کی سلاکار وزیر انور قرقاش ته په خطاب کی زیاته کړه دغه تیری ګر جنګ هغه څه چی غوښتل پت کړی ، ښکاره کړل ، تاسو اماراتیان له امریکا پرته هیڅ نه یو .
ښاغلی عبد السلام ټینګار وکړد امریکا او اماراتو ترمینځ اړیکی د یوه استعمار پال او یو سیمه ایز ګوډاګی اړیکی دی .
سعودی عربستان د امریکا ، اماراتو او څو نورو عربی هیوادونو په ملاتړ د ۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهیسې قدرت ته د منصور هادی د ستنولو په پلمه په یمن حمله وکړه خو تاروسه د یمن له هر اړخیزې کلابندۍ او هوایی حملو سره سره خپل هدف ته ندې رسیدلې . په یمن کی د عربستان او د هغه د متحدانو جنګ غوښتنه د لسګونو زره یمینانو د وژل کیدا او ژوبلیدا سبب شوی ده .