دسوریې درعا ښار او شاو خوا سیمې ازادې شوې
Aug 02, 2018 08:30 Asia/Kabul
-
داعش ډلې له تښتیدا وروسته خپلې سپکې او درنې وسلې هلته پریښودلې .
زمونږ خبریال وایی د سوریې پوځ په جنوب کښې درعا ښار او دهغه په خوا کښې کلی او ښارګی په کامل ډول دترهګرو ډلو له نیواک څخه ازاد کړل .
د سوریې پوځ ددرعا د شمال لویدیځ په خوا کښې دسیمو دازادولو د عملیاتو په دوام کښې په دغه سیمه کښې دداعش ترهګرې ډلې اخری مرکز القصیر ښارګی ازاد کړ .
داعش ډلې له تښتیدا وروسته خپلې سپکې او درنې وسلې هلته پریښودلې .
دسوریې پوځ په عین حال کښې دنیواکی فلسطین تر سرحدونو پورې د قنیطره په خوا کښې خپل پرمختګ ته دوام ورکړ او په دې سربیره یې دقنیطره دشمال په خوا کښې د جبات الخشب ، تله القباع او کروم الحمریه ښارګی هم ازاد کړل .
دسوریې عسکرو دغه راز هغه ترهګر چې چمتو نشول له حکومت سره روغه جوړه وکړی له سیمې وویستل چې په شمال کښې ادلب ولایت ته منتقل شی .
ټیګونه