اسرائیلو دسوریې په اړه له دریځونو شاتګ کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i75253-اسرائیلو_دسوریې_په_اړه_له_دریځونو_شاتګ_کړی
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ دنیواکی جولان په سرحد د سوریې دپوځ او د مقاومت دځواکونو له دیره کیدا وروسته دصهیونیسټ رژیم دجنګ وزیر په سوریې کښې له واک څخه د بشار اسد د لیرې کولو په هکله له خپل پخوانی دریځ څخه شاتګ وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 02, 2018 10:29 Asia/Kabul
  •  د اسرائیلو له نظره په سوریې کښې حالت له جنګ څخه مخکې حالت یعني مرکزي حکومت ته واک د دستنیدا په حال کښې دی .
    د اسرائیلو له نظره په سوریې کښې حالت له جنګ څخه مخکې حالت یعني مرکزي حکومت ته واک د دستنیدا په حال کښې دی .

العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ دنیواکی جولان په سرحد د سوریې دپوځ او د مقاومت دځواکونو له دیره کیدا وروسته دصهیونیسټ رژیم دجنګ وزیر په سوریې کښې له واک څخه د بشار اسد د لیرې کولو په هکله له خپل پخوانی دریځ څخه شاتګ وکړ .

دصهیونیسټ رژیم دجنګ وزیر اویګدور لیبرمین(Avigdor Lieberman) نن دنیواکې فلسطین په شمال کښې  دهوایی ځواک دیوې اډې د کتنې په وخت د سوریې ولسمشر بشار اسد په هیواد کښې دکړکیچ  ګټونکی وباله او ویې ویل د اسرائیلو له نظره په سوریې کښې حالت له جنګ څخه مخکې حالت یعنی مرکزی حکومت ته واک د دستنیدا په حال کښې دی او یو مسول کس(بشار اسد) شته .

دصهیونیسټ رژیم دجنګ وزیر ادعا وکړه تر هغه وخته چې د نولس سوه څلور اویایم(۱۹۷۴) میلادی کال دتړون خلاف ورزۍ ونشی د سوریې په کورنیو چارو کښې لاسوهنه نه کوی او د سوریې جبهه به د بشار اسد دحکومت په احیا کیدا سره لا پسې ارامه شی .

داسرائیلو د جنګ د وزیر اویګدور لیبرمین(Avigdor Lieberman) دغه څرګندونې په داسې حال کښې دی چې ددغه رژیم بیلابیلو چارواکو مخکې له واک څخه دسوریې دولسمشر بشار اسد د څنګ ته کولو پرضرورت ټینګار کړی و خو په  تیرو څو ورځو کښې دنیواکې جولان په سرحدی سیمو د سوریې د پوځ او دمقاومت د ځواکونو په کنټرول سره تل اویو(Tel Aviv) اوس له خپلو دریځونو شاتګ کړی دی .

دسورې پوځ د جون په دیرشمه(۳۰) نیټه د درعا ولایت په ریف کښې په لویدیځې سیمې کښې  دمعریه ښارګی په ازادولو سره له نیواکی جولان سره د خپل هیواد دسرحدونو امنیت په کامل ډول تامین کړ .