اسرائیلو دسوریې په اړه له دریځونو شاتګ کړی
-
د اسرائیلو له نظره په سوریې کښې حالت له جنګ څخه مخکې حالت یعني مرکزي حکومت ته واک د دستنیدا په حال کښې دی .
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ دنیواکی جولان په سرحد د سوریې دپوځ او د مقاومت دځواکونو له دیره کیدا وروسته دصهیونیسټ رژیم دجنګ وزیر په سوریې کښې له واک څخه د بشار اسد د لیرې کولو په هکله له خپل پخوانی دریځ څخه شاتګ وکړ .
دصهیونیسټ رژیم دجنګ وزیر اویګدور لیبرمین(Avigdor Lieberman) نن دنیواکې فلسطین په شمال کښې دهوایی ځواک دیوې اډې د کتنې په وخت د سوریې ولسمشر بشار اسد په هیواد کښې دکړکیچ ګټونکی وباله او ویې ویل د اسرائیلو له نظره په سوریې کښې حالت له جنګ څخه مخکې حالت یعنی مرکزی حکومت ته واک د دستنیدا په حال کښې دی او یو مسول کس(بشار اسد) شته .
دصهیونیسټ رژیم دجنګ وزیر ادعا وکړه تر هغه وخته چې د نولس سوه څلور اویایم(۱۹۷۴) میلادی کال دتړون خلاف ورزۍ ونشی د سوریې په کورنیو چارو کښې لاسوهنه نه کوی او د سوریې جبهه به د بشار اسد دحکومت په احیا کیدا سره لا پسې ارامه شی .
داسرائیلو د جنګ د وزیر اویګدور لیبرمین(Avigdor Lieberman) دغه څرګندونې په داسې حال کښې دی چې ددغه رژیم بیلابیلو چارواکو مخکې له واک څخه دسوریې دولسمشر بشار اسد د څنګ ته کولو پرضرورت ټینګار کړی و خو په تیرو څو ورځو کښې دنیواکې جولان په سرحدی سیمو د سوریې د پوځ او دمقاومت د ځواکونو په کنټرول سره تل اویو(Tel Aviv) اوس له خپلو دریځونو شاتګ کړی دی .
دسورې پوځ د جون په دیرشمه(۳۰) نیټه د درعا ولایت په ریف کښې په لویدیځې سیمې کښې دمعریه ښارګی په ازادولو سره له نیواکی جولان سره د خپل هیواد دسرحدونو امنیت په کامل ډول تامین کړ .