سوریې د اسرائیلو دوې بې پایلوټه الوتکې نسکورې کړی
-
ترهګرو د حلب ښار په مرکزي میدان او د دغه ښار په لویدیځ کښې د اوبو د ادارې په انګڼ حملې کړي دي .
د روسیې سپوتینک خبری اژانس نن سهار وویل د سوریې دافع هوا د پلازمینې دمشق په خوا کښې د صهیونیسټ رژیم درې(۳) توغندی او دوې(۲) پایلوټه الوتکې نسکورې کړی دی .
دغه خبری اژانس د سوریې دسرچینو په قول وویل دوه(۲) توغندی د دمشق په جنوب او یو(۱) بل هم ددمشق په شمال لویدیځ کښې له مینځه وړل شوی دی .
د سوریې دافع هوا دغه راز دصهیونیسټ رژیم دوې (۲)بې پایلوټه الوتکې هم ددمشق په لویدیځ کښې نسکورې کړی دی .
صهیونیسټ رژیم په تیرو اونیو کښې په سوریې خپلې حملې زیاتې کړی دی .
اسرائیل په سوریې کښې د ترهګرو په ماتی سخت اندیښمن دی .
په سوریې کښې کړکیچ له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې دصهیونیسټ رژیم په ګټه د سیمې د معادلاتو د بدلولو لپاره دامریکا د سعودی عربستان او د دوې د ملاتړو هیوادونو د حمایت وړ ترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره پیل شوی چې اوس هم دوام لری .
دغه راز د سوریې په حلب ښار دوسله والو ترهګرو ډلو په هوان حملې کښې څلور (۴)کسان وژل شوی او پینځه(۵) نور ژوبل شوی هم دی .
ترهګرو د حلب ښار په مرکزی میدان او د دغه ښار په لویدیځ کښې د اوبو د ادارې په انګڼ حملې کړی دی .