سوریې دسعودی عربستان جنایت وغاند
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i75286-سوریې_دسعودی_عربستان_جنایت_وغاند
فارس خبری اژانس وایی د سوریې دبهرنیو چارو وزارت بیګا په یوې(۱) بیانیې کښې دیمن د الحدیده (Al Hudaydah) ښار په الثوره روغتون دسعودی عربستان د تیریګر ائتلاف دجنګی الوتکو حمله وغندله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 04, 2018 00:43 Asia/Kabul
  • د سعودي عربستان دتیریګر ائتلاف جنګي الوتکو په تیرې پنجشنبې ورځ دیمن د الحدیده ښار په الثوره روغتون حملې سره کابو شپیته(۶۰) بې ګناه خلک وژلي .
    د سعودي عربستان دتیریګر ائتلاف جنګي الوتکو په تیرې پنجشنبې ورځ دیمن د الحدیده ښار په الثوره روغتون حملې سره کابو شپیته(۶۰) بې ګناه خلک وژلي .

فارس خبری اژانس وایی د سوریې دبهرنیو چارو وزارت بیګا په یوې(۱) بیانیې کښې دیمن د الحدیده (Al Hudaydah) ښار په الثوره روغتون دسعودی عربستان د تیریګر ائتلاف دجنګی الوتکو حمله وغندله .

دسوریې دباندنیو چارو وزارت په دې خبرې ټینګار سره چې دا ډول جنایتونه په یمن کښې د  تیریګرو هیوادونو د ناهیلې او دهغوې د پرله پسې ماتیو ښودنه کوی وویل په الحدیده ښار کښې دسعودی عربستان د وړمې ورځې جنایت جنګی جنایت وو او ددغه جنایت دتعقیبولوضرورت شته .

د سعودی عربستان دتیریګر ائتلاف جنګی الوتکو په تیرې پنجشنبې ورځ دیمن د الحدیده ښار په الثوره روغتون حملې سره کابو شپیته(۶۰) بې ګناه خلک وژلی او څه دپاسه سل (۱۰۰)نور ژوبل کړی وو .

سعودی عربستان د امریکا، انګلستان، متحده عربی اماراتو، اسرائیلو او د اردن وغیره په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دیمن دخلکو پرضد حملو او بمباریو ته دوام ورکړی او تراوسه یې څه دپاسه څوارلس زره(۱۴۰۰۰) بې ګناه خلک وژلی او په میلیونو نور یې کډوال کړی هم دی .