دیمن د زده کونکو په بس حمله وغندل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i75468-دیمن_د_زده_کونکو_په_بس_حمله_وغندل_شوه
زمونږخبریال وایی دیمن درې(۳) فرقو زیدیه ، صوفیه او شافعی نن په یوې(۱) بیانیې کښې د صعده ولایت په ضحیان سیمه کښې په یوه (۱)بازار کښې د سعودی عربستان د ائتلاف د تیرې پنجشنبې ورځې جنایت چې د اوه څلویښتو (۴۷)کسانو د وژل کیدا او د دوه اویا (۷۲)نورو د ژوبلیدا سبب شوه د بشریت، د مسلمانانو او د عربانو په تاریخ کښې شرمونکی داغ وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 10, 2018 08:00 Asia/Kabul
  • دیمن زیدیه ، صوفیه او شافعي فرقو ایران دخلکو پرضد د ظالمانه بندیزونو په له سره پیلولو کښې دامریکا دحکومت مجرمانه کړچار وغاند .
    دیمن زیدیه ، صوفیه او شافعي فرقو ایران دخلکو پرضد د ظالمانه بندیزونو په له سره پیلولو کښې دامریکا دحکومت مجرمانه کړچار وغاند .

زمونږخبریال وایی دیمن درې(۳) فرقو زیدیه ، صوفیه او شافعی نن په یوې(۱) بیانیې کښې د صعده ولایت په ضحیان سیمه کښې په یوه (۱)بازار کښې د سعودی عربستان د ائتلاف د تیرې پنجشنبې ورځې جنایت چې د اوه څلویښتو (۴۷)کسانو د وژل کیدا او د دوه اویا (۷۲)نورو د ژوبلیدا سبب شوه د بشریت، د مسلمانانو او د عربانو په تاریخ کښې شرمونکی داغ وباله .

دیمن زیدیه ، صوفیه او شافعی فرقو د دغه هیواد د ښځو، ماشومانواو ملکیانو پرضد دبوږونکو جنایتونو په بیا ترسره کولو کښې د امریکا، سعودی عربستان او د دوې د ګوډاګیانو د جنایتونو دوام ته په اشارې سره ددغو جنایتونو په اړه دنړیوالې ټولنې په چوپتیا خواشینی څرګنده کړه .

دیمن دغو دریو(۳) فرقو په دې خبرې سره چې د سعودی عربستان تیریګر ائتلاف په دغه هیواد کښې دخپلو جنایتونو په دوام سره په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم د پلانونو د اجرا او د امریکا د ګټو دتامینولو په لړ کښې ګام پورته کوی دیمن په ملت اونورو مسلمانو ملتونو غږ وکړ له تیریګرو سره مقابلې ته چمتو ووسی .

دیمن زیدیه ، صوفیه او شافعی فرقو دغه راز په یوې(۱) بلې بیانیې کښې د ایران دخلکو پرضد د ظالمانه بندیزونو په له سره پیلولو کښې دامریکا دحکومت مجرمانه کړچار وغاند .