سعودی عربستان دې د یمن دماشومانوپه ضدتاؤتریخوالی سملاسی ختم کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i75880-سعودی_عربستان_دې_د_یمن_دماشومانوپه_ضدتاؤتریخوالی_سملاسی_ختم_کړی
دیونیسف په اعلامیې کې د سعودی عربستان دغه وروستی جنایت محکوم شوی او وئیل شوی دی ، په یمن د سعودی عربستان د یرغلونو اصلی قربانیان بې څوکه اومظلوم ماشومان دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 25, 2018 07:53 Asia/Kabul
  • سعودی عربستان دې د یمن دماشومانوپه ضدتاؤتریخوالی سملاسی ختم کړی

دیونیسف په اعلامیې کې د سعودی عربستان دغه وروستی جنایت محکوم شوی او وئیل شوی دی ، په یمن د سعودی عربستان د یرغلونو اصلی قربانیان بې څوکه اومظلوم ماشومان دی .

ایرنا خبری اژانس راپورورکړی ،  دملګروملتو دماشومانو بسپنې (یونیسف)  بیګا  په یوې اعلامیې کې  د یمن په  لویدیځ کې  د الحدیده ولایت په  جنوب  کې په الدریهمی ولسوالۍ کې  د آل سعود رژیم د نوی جنایت په غبرګون کې  وئیلی دی ،  دیمن  د بې ګناه ماشومانو په ضد د سعودی عربستان تاؤتریخوالی بلاخره کله ختمیږی ؟

 راپورښئ   په دغې اعلامیې کې د  سعودی عربستان دغه وروستی جنایت هم محکوم شوی او وئیل شوی دی ،  په یمن د سعودی عربستان د یرغلونو اصلی قربانیان بې څوکه اومظلوم ماشومان دی .

 دسعودی عربستان جنګی الوتکو وړمه ورځ  دیمن  د الحدیده ولایت   د الدریهمی ولسوالۍ په شاوخوا کې  په الکوعی سیمې کې د یمنوالو  کډوالو  په دوو ګاډو بمباری وکړه ، چې له امله ئې    په دغه جنایت کې هم   ۲۷ماشومان  او دوې ښځې  ووژل شوې .

 د اګست په نهمه نیټه  هم د آل سعود رژیم  جنګی الوتکو  د یمن دصعده ولایت  په ضحیان ښار کې  دیمن د ښونځیو  دماشومانو پر بس  بمباری کړې وه ، چې  له امله ئې ۵۵ماشومان  وژل شوی او  نور ۷۷کسان پکې ټپیان شوی وو .