يمنيانو د سعودي په فوځي اډو بيا ميزائيل وويشتل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i75898-يمنيانو_د_سعودي_په_فوځي_اډو_بيا_ميزائيل_وويشتل
د يمن فوځي او ولسي ځواکونو د دغه هېواد د خلقو په خلاف د آل سعود رژيم د جنايتونو او حملو په ځواب کښې د دغه هېواد د جنوب په نجران کښې د سعودي په فوځي اډه يو بالېسټک ميزائل وغورزۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 26, 2018 01:51 Asia/Kabul
  • يمنيانو د سعودي په فوځي اډو بيا ميزائيل وويشتل

د يمن فوځي او ولسي ځواکونو د دغه هېواد د خلقو په خلاف د آل سعود رژيم د جنايتونو او حملو په ځواب کښې د دغه هېواد د جنوب په نجران کښې د سعودي په فوځي اډه يو بالېسټک ميزائل وغورزۀ.

د ايرنا د رپوټ  له مخې د يمن توغنده اي يونټ همدارنګ د سعودي په جيزان سيمه کښې په مشعل او ملحمه اډو هم دوه زلزال دوه ميزائل وروويشتل.

د دغو ميزائلي حملو د سرومال تاوانونو په اړه لا څه رپوټ نه دے خپور شوے.

له بلې خوا د يمن  فوځي او ولسي ځواکونو د سعودي په عسير او نجران سيمو کښې شپږ سعودي فوځيان په ډزو سره هلاک کړل.

همدارنګ د يمن د فوځ توپخانې هم په عسير سيمه کښې د سعودي فوځيانو او به جيزان سيمه کښې د سعودي تالي څټو ځواکونو د غونډېدوپه ځاينو حمله وکړه  او ورته سخت سرتاوانونه ورسول چې د دقيق شمېر باره کښې څه رپوټ نه دے ترلاسه شوے.