عربستان دامریکا موسسې ته رشوت ورکړی
Sep 03, 2018 07:29 Asia/Kabul
-
د امریکا د پخواني سیناتور جان میک کین اصلي هدفونه د صهیونیسټ رژیم دلومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او دسعودي عربستان د خطرناکو سیاستونو مخ ته بیول وو.
ایرنا خبری اژانس وایی ویکی لیکس (WikiLeaks) اینټرنیټ پاڼې ایشوا کړه دامریکا میک کین (McCain) موسسې له سعودی عربستان څخه یو(۱) میلیون ډالره رشوت اخیستی دی .
د ویکی لیکس اینټرنیټ پاڼې یوه(۱) راپور ایشوا کړه دامریکا سیناتور جان میک کین چې څو ورځې مخکې مړ شوی او دصهیونیسټ رژیم او دسعودی عربستان د سیاستونو اجرا په لړ کښې یې فعالیتونه کول دخپلې موسسې لپاره له سعودی عربستان څخه یو(۱) میلیون ډالره رشوت اخیستی وو .
د ویکی لیکس سندونه وایی د امریکا د پخوانی سیناتور جان میک کین اصلی هدفونه د صهیونیسټ رژیم دلومړی وزیر بنیامین نتانیاهو او دسعودی عربستان د خطرناکو سیاستونو مخ ته بیول او د عراق ، سوریې او دلیبیا ورانول وو کوم چې د داعش ترهګرې ډلې د جوړیدا او د کړکیچنو د رامینځته کیدا سبب شول
ټیګونه