دیمن پوځ دعربستان آرامکو تیلی تاسیسات په توغندیو وویشتل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i76188-دیمن_پوځ_دعربستان_آرامکو_تیلی_تاسیسات_په_توغندیو_وویشتل
د یمن دپوځ اوولسی مبارزانو توغندوی یونټ دعربستان دآرامکو تیلی شرکت چاڼځای اوپیټروکیمیکل کارخه ټارګټ کړه .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 05, 2018 01:57 Asia/Kabul
  • دیمن پوځ  دعربستان آرامکو تیلی تاسیسات په توغندیو وویشتل

د یمن دپوځ اوولسی مبارزانو توغندوی یونټ دعربستان دآرامکو تیلی شرکت چاڼځای اوپیټروکیمیکل کارخه ټارګټ کړه .

 العالم ټیلیویژنی چینل راپورو ورکړ  د یمن  د پوځ او  ولسی مبارزو کمیټیو   توغندوی یونټ  دیوې اعلامیې په خپرولوسره وئیلی دی ، دسعوی عربستان په جیزان ولایت کې ئې  د دغه  هیواد  آرامکو شرکت   چاڼځای اوپیټروکیمیکل  کارخه  په  بدر یو  ډوله  څلورو بالیسټک توغندیو سره ویشتې ده .   په دغې اعلامیې کې وئیل شوی دی ،د دوشنبې په   شپه هم په دغو تیلی تاسیساتو ئې  توغندوی حمله کړې وه .

له دې مخکې   دیمن دپوځ  ویندوی شرف لقمان   ټینګار کړی ؤ،  دتیریګرو پوځی مرکزونه  مورچلې  او  اقتصادی اوتیلی تاسیسات به ترهغه وخته  چې    په یمن  د دوی تیری او کلابندۍ  دوام وکړی ، د یمن دتوغندیو په شیشت  کې وی .

   دیمن دپوځ اوولسی مبارزو کمیټیو دفاعی قدرت   د آل سعود رژیم   په وسیله  د دغه هیواد  له  هراړخیزې کلابندۍ سره سره ،  ورځ تر بلې په زیاتیدا دی .

 دسعودی عربستان  او ورسره دمتحدانو  پوځی تیریو  او هراړخیزې کلابندۍ  همداراز د یمن بې ځله  هیواد  له ډیرو  خوراکی اودرملیزو ترینګلتیاؤ سره مخامخ کړی ا و  په دغه هیواد  کې ئې سترې انسانی غمیزې رامینځةکړی دی ، چې   نړیوالو اړونده اورګانونو هم پرې سترګې پټې کړی او دیمن په ضد  دآل سعود رژیم   په تیریو کې ورسره برابر شریک دی .