صهونیسټ رژیم به هیڅکله هم په رسمیّت ونه پیژندو
د پیړۍ دمعاملې په نامې سره د امریکائی پلان په اساس ، قدس صهونیسټ رژیم ته سپارل کیږی او فلسطینی کډوال به خپلو کورونو ته دبیرته ستنیدا حق ونه لری او فلسطین به یوازې د غزې تړانګې او لویدیځی غاړې په پاتې ټاټوبی مالکیّت ولری .
دفلسطین داطلاع رسونې دمرکز د راپور په اساس ، د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس دسیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیّه پرون په یو لړ څرګندونو کې ټینګار کړی ، غزې تړانګه د صهونیسټ رژیم د داخلی امنیت او استخباراتی ادارې (شاباک) سره یوه بشپړ پوځی امنیتی جنګ ته وارده شوې ده .
اسماعیل هنیه وئیلی دی ، حماس غورځنګ به هیڅکله هم صهونیسټی وحشی رژیم په رسمیّت ونه پیژنی او هیڅکله به ورسره کومه موافقه ونه کړی .
هغه روښانه کړې فلسطینیان به هیڅکله هم دخپل ټاټوبی په یوه چپه خاورې هم سترګې پټې نه کړی ، ځکه چې قدس له فلسطینیانو سره اړونده دی او په همدې دلیل به فلسطینیان هیڅکله هم د پیړۍ د معاملې په نامې سره دامریکا د سولې دپلان د اجرا اجازت ورنکړی .
د پیړۍ دمعاملې په نامې سره د امریکائی پلان په اساس ، قدس صهونیسټ رژیم ته سپارل کیږی او فلسطینی کډوال به خپلو کورونو ته دبیرته ستنیدا حق ونه لری او فلسطین به یوازې د غزې تړانګې او لویدیځی غاړې په پاتې ټاټوبی مالکیّت ولری .
دحماس غورځنګ دسیاسی دفتر مشر روښانه کړې ده ، مقاومت ، د صهونیست نیواکګر رژیم له سپیرو منګولو د فلسطین داسلامی سپیڅلو ځایونو د آزادولو لپاره تر ټولو لنډه لاره ده . هغه له صهونیسټی دښمن سره مقاومت او دمبارزې کړن لارې ته دحماس پر پابندۍ په ټینګار سره اعلان وکړ، دغه غورځنګ له صهونیست رژیم سره داړیکو له هر ډول عادی کولو سره مخالف دی او دغه شان کار له فلسطینی ملت اوقدس شریف سره خیانت ګڼی .