دښمن له ماتی وروسته بیا په ایران پسې لګیدلی
-
د اسلامي دښمانانو بایکاټونه زیات کړي دي او هڅه کوي دایران د اسلامي جمهوریت څیره بده وښيي .
ایرنا خبری اژانس وایی د لبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله ټینګار وکړ امریکا ، انګلستان او سعودی عربستان د ایران له اسلامی انقلاب سره د مقابلې لپاره له لومړیو څخه دسیسې پیل کړې او اوس د خپلو ټولو پلانونو په ماتی سره بیا په ایران پسې لګیدلی دی .
هغه وویل دښمانانو له حیثیتی نظره د اسلام د څیرې د داغی کولو لپاره د وهابیت یوه جعلی نسخه وړاندې کړه او له عملی حیثیته یې د القاعده او د داعش ناوړه او بده څیره وړاندې کړه او داټول کارونه امریکا ،انګلستان او عربستان کړی دی او د نړۍ په ښوونځیو او پوهنتونونو کښې یې ددغه کار لپاره په میلیارډونو ډالره ولګول .
دلبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله ټینګار وکړ دغه دسیسه داسې پلان وو چې د ټولې سیمې لپاره چمتو شوی وو خو دغه سپیره پلان د خدای پاک ج په مرستې او د اسلامی انقلاب دسترلارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په صبر او پوهې سره له ماتی سره مخ شو .
هغه وویل د اسلام دښمانانو بایکاټونه زیات کړی دی او هڅه کوی دایران د اسلامی جمهوریت څیره بده وښیی او خلک داسې ځاې ته ورسوی چې مظاهرې وکړې او له بلې خوا د ایران او دعراق دخلکو او په خپله دایران دملت ترمینځ دفتنې په رامینځته کولو سره خپلو غوښتنو ته ورسیږی .