دسوریې پوځیانو د ادلب په خوا کښې عملیات کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i76293-دسوریې_پوځیانو_د_ادلب_په_خوا_کښې_عملیات_کړی
زمونږخبریال د العالم ټیلی ویژن په قول راپور راکړ د سوریې عسکرو د ادلب او حما ولایتونو په خوا کښې د ترهګرو په مرکزونو حملې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 08, 2018 10:54 Asia/Kabul
  • امریکا ، اسرائیلو ، انګلستان او ددوې ملګروهیوادونو دسوریې له ادلب ولایت څخه زیات ترهګر او دهغوې مشران اردن او اسرائیلو ته انتقال کړي دي .
    امریکا ، اسرائیلو ، انګلستان او ددوې ملګروهیوادونو دسوریې له ادلب ولایت څخه زیات ترهګر او دهغوې مشران اردن او اسرائیلو ته انتقال کړي دي .

زمونږخبریال د العالم ټیلی ویژن په قول راپور راکړ د سوریې عسکرو د ادلب او حما ولایتونو په خوا کښې د ترهګرو په مرکزونو حملې وکړې .

رسنیو وویل  دسوریې دپوځ توپونو په ادلب ولایت  کښې په تمانعه او التح سیمو کښې د وسله والو ترهګرو په اډو او مرکزونو حملې وکړې او دغه مرکزونه یې ورته تباه کړل .

په ادلب ولایت کښې په تل العس کلی کښې دترهګرو دپوځی روزنې یو(۱) مرکز هم د سوریې دعسکرو په حملو کښې له مینځه تللی دی .

دسوریې توپونو دغه راز ددغه هیواد په لویدیځ کښې د حما ولایت د شمال په خوا کښې په الزکات ، اللطامنه او کفرزیتا سیمو کښې دترهګرو په مرکزونو په  ډزو سره یوشمیر ټروریسټان ژوبل کړل .

دسوریې پوځ اوس په سلګونو ټانکونه ، زغر ګاډی او جنګی ګاډی او په زرګونو عسکر راغونډ کړی دی چې د ادلب او د ریف حما ولایتونو دازادولو عملیات پیل کړی .

امریکا ، اسرائیلو ، انګلستان او ددوې ملګروهیوادونو دسوریې له ادلب ولایت څخه زیات ترهګر او دهغوې مشران اردن او اسرائیلو ته انتقال کړی دی .