اسرائیل دمقاومت د چورلیز په مقابل کې محتاط شوی دی
دلبنان د نوی پارلیمان په جوړید ا پسې ،د تیر مئ په څلورویشتمه نیټه سعد حریری ، دپارلیمانی اکثریّت د ملاتړ له ترلاسه کولو وروسته د لبنان د ولسمشر میشل عون له خوا د نوی کابینې په جوړیدا مامور شو ، خو دغه ماموریت تر دې دمه کومه نتیجه نه ده ورکړې .
فارس خبری آژانس د المینار ټیلیویژنی چینل له قوله راپور ورکړی ، دلبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ دعمومی منشی مرستیال شیخ نعیم قاسم په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی، دمقاومت دچورلیز په ضد د صهونیسټی رژیم د ګواښونو زیاتیدا، له هغوی سره دمقابلې دصهونیسټانو دبې وسۍ او د مقاومت دچمتووالی له اندازې د دغه سپیرۀ رژیم دخبریدا په علت ده .
راپورښئ شیخ نعیم قاسم وئیلی دی ، اسرائیلی دښمن نن سبا دمقاومت دچورلیز په ضد له هراقدامه مخکې باید د هرډول غبرګون احتمال هم په نظر کې ونیسی .
دلبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ دعمومی منشی مرستیال زیاته کړې ، صهونیسټ رژیم له دولسو کلونو راهسې تر دې دمه او په ۲۰۰۶کال کې د مقاومت له درې دیرش ورځنی جنګ وروسته او له لبنانه د د دغه نیواکګر رژیم په وتلو پسې ، په جنګ کې خپلو موخو ته نه دی رسیدلی .
شیخ نعیم قاسم دلبنان د حکومت په لازر جوړیدا باندې په ټینګار سره د حکومت دجوړیدا لپاره خوره غوره لاره دپارلیمانی انتخاباتو پر نیتجې تکیه وبلله .