ټرمپ دامریکا په انتخاباتوکې دصهونیسټانو له نفوذه په استفادې پسې دی
د مجلس خبری آژانس له راپور سره سمم علاءالدین بروجردی ددې خبرې په کولو سره چې ډونالډ ټرمپ هر هغه امتیاز چې صهونیسټان ئې وغواړی ، ورکوی ،روښانه کړې ، دامریکا ولسمشر هڅه کوی ، څو په عمومی افکارو کې د دغه هیواد په رسندوئی اغیز شیندونکی ستر چینل دصهونیسټانو له ظرفیّته ، په راتلونکو انتخاباتو کې درای د ترلاسه کولو لپاره استفاده وکړی .
دایران داسلامی شورا دبهرنی سیاست اوملی امنیت د کمیشن یوه مسئول مقام علاءالدین بروجردی په واشنګټڼ کې د فلسطین دآزادی غواړی جبهې (پی ایل او) د دفتر د بندولو په باب دامریکا د لوړپوړو چارواکو دګواښ په غبرګون کې وئیلی دی ، دامریکا ولسمشر هڅه کوی ، څو د دغه هیواد په راتلونکو انتخاباتو کې د صهونیسټانو دنفوذ له ظرفیّته استفاده وکړی .
دامریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه وروستی راپور کې وئیلی دی ، د سپینی ماڼۍ د ملی امنیت سلاکار جان بولټن به نن پخپلوڅرګندونو کې په واشنګټن کې د پی ایل او د دفتر بندول اعلان کړی .
د مجلس خبری آژانس له راپور سره سمم علاءالدین بروجردی ددې خبرې په کولو سره چې ډونالډ ټرمپ هر هغه امتیاز چې صهونیسټان ئې وغواړی ، ورکوی ،روښانه کړې ، دامریکا ولسمشر هڅه کوی ، څو په عمومی افکارو کې د دغه هیواد په رسندوئی اغیز شیندونکی ستر چینل دصهونیسټانو له ظرفیّته ، په راتلونکو انتخاباتو کې درای د ترلاسه کولو لپاره استفاده وکړی .
هغه ټینګار کړی ، په واشنګټن کې د پی ایل او ددفتر تړل ، دملګروملتو پشمول په نړیوال ډګر کې دفلسطینیانو اعتبار نه کموی ، او دا دهغوی مسلم حق دی چې دامریکایانو داقدام په ضد د اپیل په نړیوال عدالت کې شکایت وکړی .