دسوریې په لاذقیه ښار توغندوی برید شوی
Sep 18, 2018 00:57 Asia/Kabul
-
اسرائیلو مخکې هم د ترهګرو د ملاتړ په لړ کښې په ځلونو دسوریې د پوځ په مرکزونو او بیخ بنایانو حملې کړي دي .
زمونږ خبریال وایی د سوریې رسنیو بیګا په شمال لویدیځ کښې په لاذقیه ښار د توغندوی حملې خبر ورکړ .
د سوریې پوځ له دغه توغندوی حملې سره مقابله کړی ده .
د سوریې دافع هوا د څو توغندیو مخه نیولی او هغه یې له مینځه وړی دی .
دسوریې حکومت وویل ددغه توغندوی حملې هدف د ټیکنالوژۍ د یوه(۱) مرکز له مینځه وړل وو .
ځینو رسنیو ویلی دی چې صهیونیسټ رژیم دغه توغندوی حمله کړی ده .
صهیونیسټ رژیم په تیرې شنبې شپې هم د دمشق په نړیوال هوایی ډګر څو توغندی ویشتلی وو .
د سوریې دافع هوا د دغو ټولو توغندیو مخه نیولی او هغه یې له مینځه وړی وو .
اسرائیلو مخکې هم د ترهګرو د ملاتړ په لړ کښې په ځلونو دسوریې د پوځ په مرکزونو او بیخ بنایانو حملې کړی دی .
ټیګونه