متحده عربی امارات باید د اهواز دحملې مسولیت ومنی
Sep 30, 2018 11:37 Asia/Kabul
-
امارات لومړۍ په اهواز کښې دایران د وسله والو ځواکونو په پریډ د حملې مسولیت پرغاړه واخلي .
مهر خبری اژانس وایی دیمن دانقلاب دلوړې کمیټۍ مشر محمد علی الحوثی دایران پرضد په امریکا کښې د متحده عربی اماراتو د سفیر چټی خبرو ته غبرګون وښود .
په امریکا کښې د متحده عربی اماراتو سفیر یوسف العتیبه د صهیونیسټ رژیم د جاسوسۍ ادارې د عناصرو په ګډون سره په نیویارک کښې دایران پرضد غونډې کښې وویل یمن له ایران سره د مقابلې لپاره ترټولو منطقی او ساده ځای دی .
دیمن دانقلاب دلوړې کمیټۍ مشر محمد علی الحوثی دایران پرضد د متحده عربی اماراتو د سفیر یوسف العتیبه چټی خبرو ته په غبرګون کښې وویل امارات لومړۍ په اهواز کښې دایران د وسله والو ځواکونو په پریډ د حملې مسولیت پرغاړه واخلی او بیا له خپلو ترهګرو سره یوځاې دیمن دملت پرضد کلابندۍ او دماشومانو پرضد خپلو څاروی ډوله حملو ته دوام ورکړی .
ټیګونه