حزب ا... غورځنګ دنتن یاهو نمایشونو ته هیڅ اهمیّت نه ورکوی
حزب ا... ولسی غورځنګ تل د خپلو وسلو اوکارندوالی او قدرت دزیاتولو لپاره هڅه کړې ده او له دې هڅې هیڅکله هم لاس په سر نه کیګی .
المینار ټیلیویژنی چینل راپورورکړی ، دلبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ د عمومی منشی مرستیال شیخ نعیم قاسم نن په هغو دستورو کې چې د :مقاومت د چورلیز بریالیتوب : په عنوان سره مرایا نړیوالې خپرونې ترسره کړی ، ووئیل حزب ا... هماغه راز خپل دفاعی چمتووالی پیاوړی کوی او د صهونیسټانورسندوئی نمایشونو ته هیڅ ارزښت نه ورکوی.
هغه ووئیل حزب ا... ولسی غورځنګ تل د خپلو وسلو اوکارندوالی او قدرت دزیاتولو لپاره هڅه کړې ده او له دې هڅې هیڅکله هم لاس په سر نه کیګی .
بین یامین نتن یاهو د تیرې پنجشنبې په ورځې د ملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې د یوې نقشې اوتصویر په ښودلو سره ادعا کړې ، د لبنان حزب ا... غورځنګ خپل توغندی دبیرت له نړیوال هوائی ډګر سره نزدې پټ کړی دی او دلبنان له ښاریزو دیوه انسانی ډال په توګه استفاده کوی .
دلبنان خارجه وزارت ددوشنبې په ورځې په بیروت کې دنورو هیوادونو سفیران او ډیپلوماټیکو پلاؤ نمایندګان دنتن یاهو په نقشې کې ښودلو سیمو ته بوتلل او د صهونیست رژیم دلومړی وزیر دروغ ئې ورته ثابت کړل چې چټی ادعاګانې او ملنډې وهی .