د عراق الفتح ائتلاف امریکااو اسرائیلو ته خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i77076-د_عراق_الفتح_ائتلاف_امریکااو_اسرائیلو_ته_خبرداری_ورکړ
فارس خبری اژانس وای دعراق د الفتح ائتلاف استازی میرمن انتصار الموسوی امریکا او اسرائیلو ته خبرداری ورکړ او ویې ویل د الحشد الشعبی او د مقاومت د ځواکونو پرضد دهغوې هرډول ګواښ او تیری ته به ځواب درودونکی او غاښ ماتونکی وی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 07, 2018 07:24 Asia/Kabul
  • امریکا او اسرائیل ښه پوهیږي که چیرې جنګ پیل کړي نو وبه نه توانیږي هغه پاې ته ورسوي .
    امریکا او اسرائیل ښه پوهیږي که چیرې جنګ پیل کړي نو وبه نه توانیږي هغه پاې ته ورسوي .

فارس خبری اژانس وای دعراق د الفتح ائتلاف استازی میرمن انتصار الموسوی امریکا او اسرائیلو ته خبرداری ورکړ او ویې ویل د الحشد الشعبی او د مقاومت د ځواکونو پرضد دهغوې هرډول ګواښ او تیری ته به ځواب درودونکی او غاښ ماتونکی وی .

د صهیونیسټ رژیم دجنګ وزیر اویګدور لیبرمین څه موده مخکې ګواښ کړی وو چې په عراق کښې په پوځی مرکزونو به حمله وکړی .

د عراق د الفتح ائتلاف استازی میرمن انتصار الموسوی پرون وویل امریکا او اسرائیل غواړی دهغوترهګرو په بیا راژوندی کولو  سره چې دالحشد الشعبی او د اسلامی مقاومت لخوا یې ماتی خوړلی ده یوځل بیا نیواکګرۍ پیل کړی .

هغه ټینګار وکړ امریکا او اسرائیل ښه پوهیږی که چیرې جنګ پیل کړی نو وبه نه توانیږی هغه پاې ته ورسوی .