ترک ځواکونه باید د عراق له خاورې ووځي
د عراق د الفتح ائتلاف مشر هادي العامري بیګا په بغداد کښې د ترکیې د خارجه وزیر مولود چاوش اوغلو په کتنه کښې د عراق له خاورې د ترک ځواکونو د وتنې په ضرورت ټینګار وکړ.
د ترکیې بوځ له کابو شپږو میاشتو راهیسې د هغه څه په موخه چې د پي، کی، کی وسله والو سره مبارزه یې بولي، د عراق په شمال کښې پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.
دغه تیری د عراق د حکومت او د نړۍ د ځینو نورو هیوادونو له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.
د مهر د رپورټ له مخې العامري همداشان هیله وښودله چې انقره په خپلو هغو ژمنو چې د دجلې له اوبو د عراق د استفادې د حق د آزادولو په لړ کښې یې کړې دي، عمل وکړي.
په دغه کتنه کښې مولود چاوش اوغلو هم په دې خبرې سره چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د اوبو دوسیه به ډیره زر فیصله شي، څرګنده کړه: انقره به د عراق له خاورې د خپلو ځواکونو په ایستلو غور او پریکړه وکړي.
د ویلو ده چې د ترکیې خارجه وزیر له العامري سره له کتنې مخکښې د عراق له ولسمشر برهم صالح، منتخب وزیراعظم عادل عبدالمهدي، د پارلیمان له مشر محمد الحلبوسي او همداشان د دغه هیواد له اوسني وزیراعظم حیدر العبادي سره ملاقاتونه او خبرې اترې کړې وې.