امریکا دسوریې په هجین ښار فاسفورس وسلې کارولی
-
امریکا له تیرو څو کلونو راهسې په ځلونو له ترهګرو ډلو سره دتش په نامه د مبارزې په پلمه په سوریې او عراق کښې په ملکي خلکو حملې کړي .
دسوریې سانا خبری اژانس پرون راپور ورکړ د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف د دیرالزور ولایت په جنوب ختیځ کښې په هجین ښار د سپین فاسفورس لرونکو بمونو حمله کړی ده .
د اینټرنیټ فعالانو هم د امریکا په مشرۍ دنړیوال ائتلاف دبمباریو عسکونه خپاره کړی ده چې پکښې له سپینو فاسفورس لرونکو استفاده لیدل کیږی .
د سوریې دفاع وزارت هم مخکې ویلی وو د سپتمبر دمیاشتې په اتمه (۸) نیټه دامریکا دوو (۲)جنګی الوتکو څو ځله په هجین ښار په فاسفورس لرونکو بمونو سره حملې کړی وې .
دامریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف له دې مخکې هم په رقه ښار کښې له فاسفورس لرونکو بمونو په استفادې اعتراف کړی وو .
د سوریې رقه ښار په فاسفورس لرونکو او نورو ممنوع وسلو سره د بمباریدا په خاطر د لسګونو ملکی خلکو دوژل کیدا او ژوبلیدا او ددغه ښار دبیخ بنایانو او کورونو دتباه کیدا سبب شوی وو .
امریکا له تیرو څو کلونو راهسې په ځلونو له ترهګرو ډلو سره دتش په نامه د مبارزې په پلمه په سوریې او عراق کښې په ملکی خلکو حملې کړی دی او ډیر زیات خلک یې وژلی دی .
امریکا له سعودی عربستان ، انګلستان، فرانسې ، ترکیې ، قطر، ، اردن ، اسرائیلو وغیره سره یوځاې القاعده ، دداعش ،النصره او دنورو ډیرو ترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او ورسره مالی اوپوځی مرسته کونکی ده .