عربستان دسوریې په چارو کښې د لاسوهنې حق نلری
-
ال سعود رژیم په سوریې ، عراق ، لبنان، اردن ، مصر ، لیبیا ، افغانستان او جنوب ختیځې اسیا کښې د ترهګرۍ د رامینځته کولو او پراخولو مسول دی .
زمونږ خبریال وایی په ملګروملتونو کښې دسوریې استازی بشار جعفری د امنیت شورا په غونډه کښې وویل سعودی عربستان چې په سیمه کښې د ترهګری درامینځته کولو عامل دی حق نلری د سوریې په کورنیو چارو کښې لاسوهنه وکړی .
هغه په ملګروملتونو کښې د سعودی عربستان استازی عبدالله المعلمی ته په وینا کښې وویل سعودی عربستان چې په خپله په سیمه کښې د ترهګرۍ د رامینځته کولو عامل دی او د خپل هیواد خبریال جمال خاشقجی یې په ډیر بوږنونکی ډول وژلی حق نلی چې دسوریې په چارو کښې لاسوهنه وکړی .
په ملګروملتونو کښې د سوریې استازی بشار جعفری وویل د سعودی عربستان استازی عبدالله المعلمی دسوریې له ملت سره د مرستې لپاره د ریاض دحکومت د فیصلې خبره وکړه په داسې حال کښې چې عربستان دغه خبره هیره کړی ده چې ال سعود رژیم په سوریې ، عراق ، لبنان، اردن ، مصر ، لیبیا ، افغانستان او جنوب ختیځې اسیا کښې د ترهګرۍ د رامینځته کولو او پراخولو مسول دی .