په اردن کښې سختو بارانونو دولس کسان وژلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i78048-په_اردن_کښې_سختو_بارانونو_دولس_کسان_وژلی_دی
زمونږخبریال وایی په سعودی عربستان، اردن او کویت کښې سختو بارانونو دخلکو ژوند په ټپه درولی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 11, 2018 04:18 Asia/Kabul
  • ه کویت کښې هم له تیرو څو ورځو راهسې سخت بارانونه روان دی او خلکو ته د تاوانونو د رسیدا په وجه د عمومی چارو وزیر استعفا ورکړی ده .
    ه کویت کښې هم له تیرو څو ورځو راهسې سخت بارانونه روان دی او خلکو ته د تاوانونو د رسیدا په وجه د عمومی چارو وزیر استعفا ورکړی ده .

زمونږخبریال وایی په سعودی عربستان، اردن او کویت کښې سختو بارانونو دخلکو ژوند په ټپه درولی دی .

ویل کیږی په اردن کښې د سختو بارانونو له کبله دسیل د راتلو په وجه تراوسه دولس(۱۲) کسان وژل شوی دی .

د اردن چارواکو ښاریزو ته خبرداری ورکړی دی چې له سیلاب څخه دبچ کیدا لپاره امنیتی تدبیرونه غوره کړی .

په اردن کښې د هوا پیژندې ادارې د نورو بارانونو اټکلونه هم  کړی دی  او په هیواد کښې ښوونځی او پوهنځی بند دی او هلته موقته کیمپونه جوړ کړې شوی دی .

دغه راز په سعودی عربستان کښې  هم له تیرو څلورو (۴)ورځو راهسې بارانونه روان دی او له کبله یې داوبو  په ډیمونو کښې اتیا(۸۰) لکه مکعب میټره اوبه جمع شوی دی .

په کویت کښې هم له تیرو څو ورځو راهسې سخت بارانونه روان دی او خلکو ته د تاوانونو د رسیدا په وجه د عمومی چارو وزیر استعفا ورکړی ده .

د کویت کابینې د خراب موسم په وجه د ټولو وزارتونو او د حکومتی ادارو د چټی کیدا اعلان کړی دی .