نتانیاهو،ټرمپ او بن سلمان د شر مثلث دی
د لبنان د حزب ا... د عومی منشی مرستیال د صیهونیسټ رژیم لومړې وزیر نتانیاهو ، د امریکا ولسمشر ټرمپ او د عربستان ولیعهد بن سلمان د شر مثلث وبلل او ویې ویل هغو د سیمې او نړۍ په خرابولو بوخت دی او په نړۍ کې چی هرمشکل موجود دې ، هغو پکې رول لری .
د ایرنا له راپور سره سم شیخ نعیم قاسم ټینګار وکړ د نتانیاهو ، ټرمپ او بن سلمان مثلث تاوان لیدلې دې او ډاډمن شوی دی چی مقاومت به بریالی شی .
شیخ نعیم قاسم وویل بن سلمان په یمن کې ماته وخوړه ځکه چی بیګناه انسانان یې ووژل او د ۱۲ میلیون انسانانو د لوږې سبب شو خو په الحدیده او د یمن په نورو سیمو کې یې پرمختګ ونکړې شو .
د لبنان د حزب ا... د عمومی منشی مرستیال د ټرمپ د وضعیت په اړه هم وویل هغه د ایران د بایکاټ کولو لپاره خپله ټوله هڅه وکړه حو په نهایت کې له دې مخکې چی وخت یې راورسی د ایران دملت او رهبر له مقاومت سره مخامخ شو او له ځینو بایکاټونو یې شاتګ وکړ .
شیخ نعیم قاسم زیاته کړه نتانیاهو هم په غزې کې له فلسطینی ملت سره په مقابله کې د بې وسی په دلیل تاوان ولید او له رجزخوانۍ سره سره شاتګ او اوربند منلو ته مجبوره شو .