عربستان د خبریال د وژلې عاملان نه سپاری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i78224-عربستان_د_خبریال_د_وژلې_عاملان_نه_سپاری
زمونږخبریال وایی د ترکیې دفاع وزیر خلوصی اکار(Hulusi Akar) د کاناډا په هالیفیکس (Halifax –) کښې په امنیتی کانفرنس کښې وویل انقرې په رسمی ډول له سعودی عربستان څخه غوښتی دی د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د ټرور ډلې غړی دې ترکیې ته وروسپاری خو ریاض دغه غوښتنې ته منفی ځواب ورکړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2018 01:38 Asia/Kabul
  • اتلس(۱۸) کسان له سعودي عربستان څخه د خبریال جمال خاشقجي د وژلو لپاره د ترکیې استنبول ته ورغلي وو .
    اتلس(۱۸) کسان له سعودي عربستان څخه د خبریال جمال خاشقجي د وژلو لپاره د ترکیې استنبول ته ورغلي وو .

زمونږخبریال وایی د ترکیې دفاع وزیر خلوصی اکار(Hulusi Akar) د کاناډا په هالیفیکس (Halifax –) کښې په امنیتی کانفرنس کښې وویل انقرې په رسمی ډول له سعودی عربستان څخه غوښتی دی د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د ټرور ډلې غړی دې ترکیې ته وروسپاری خو ریاض دغه غوښتنې ته منفی ځواب ورکړی دی .

هغه په دې خبرې ټینګار سره چې د سعودی عربستان دنیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی وژله خپل سره اقدام نه دی ډاګینه کړه دغه جنایت په پریکنده توګه د سعودی عربستان د لوړرتبه چارواکو(ولیعهد محمد بن سلمان وغیره)په حکم سره  شوی دی .

دترکیې دفاع وزیر وویل په ټول کښې اتلس(۱۸) کسان له سعودی عربستان څخه د خبریال جمال خاشقجی د وژلو لپاره د ترکیې استنبول ته ورغلی وو .

دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم ویلی خبریال جمال خاشقجی په ډیرې بې رحمې سره په پلان شوی دسیسې سره  په استنبول کښې د عربستان په کنسولګرۍ کښې وژل شوی دی .