عربستان د خبریال د وژلې عاملان نه سپاری
-
اتلس(۱۸) کسان له سعودي عربستان څخه د خبریال جمال خاشقجي د وژلو لپاره د ترکیې استنبول ته ورغلي وو .
زمونږخبریال وایی د ترکیې دفاع وزیر خلوصی اکار(Hulusi Akar) د کاناډا په هالیفیکس (Halifax –) کښې په امنیتی کانفرنس کښې وویل انقرې په رسمی ډول له سعودی عربستان څخه غوښتی دی د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د ټرور ډلې غړی دې ترکیې ته وروسپاری خو ریاض دغه غوښتنې ته منفی ځواب ورکړی دی .
هغه په دې خبرې ټینګار سره چې د سعودی عربستان دنیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی وژله خپل سره اقدام نه دی ډاګینه کړه دغه جنایت په پریکنده توګه د سعودی عربستان د لوړرتبه چارواکو(ولیعهد محمد بن سلمان وغیره)په حکم سره شوی دی .
دترکیې دفاع وزیر وویل په ټول کښې اتلس(۱۸) کسان له سعودی عربستان څخه د خبریال جمال خاشقجی د وژلو لپاره د ترکیې استنبول ته ورغلی وو .
دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم ویلی خبریال جمال خاشقجی په ډیرې بې رحمې سره په پلان شوی دسیسې سره په استنبول کښې د عربستان په کنسولګرۍ کښې وژل شوی دی .