سعودی عربستان په مخالفانو نور بندیزونه لګولی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i78320-سعودی_عربستان_په_مخالفانو_نور_بندیزونه_لګولی
ایرنا خبری اژانس وایی د سعودی عربستان چارواکو د زرګونو سیاسی فعالانو او مخالفانو په نیولو سربیره له هیواد څخه دهغوې دبچیانو په وتلو هم بندیز لګولی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 21, 2018 11:18 Asia/Kabul
  • د عربستان رژيم په سلګونو لیکوالان ، فعالان او روحانیون زنداني کړي دي .
    د عربستان رژيم په سلګونو لیکوالان ، فعالان او روحانیون زنداني کړي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی د سعودی عربستان چارواکو د زرګونو سیاسی فعالانو او مخالفانو په نیولو سربیره له هیواد څخه دهغوې دبچیانو په وتلو هم بندیز لګولی دی .

د عقیدې زندانیانو په «ټویټر» اینټرنیټ پاڼې ولیکل په دوې کښې ترټولو مشهور کسان د شیخ سلمان العوده بچیان دی چې د خپل پلار د سیاسی فعالیت په پلمه له هیواد څخه په وتلو ورباندې بندیز لګیدلی دی .

د سعودی عربستان لوی څارنوال د روان میلادی کال د سپتمبر دمیاشتې په پینځمه (۵)نیټه  د ولیعهد محمد بن سلمان په سیاستونو  او دامنیتی ضد ډلو په جوړولو  د نیوکې په تور د یوه(۱) مذهبی شخصیت سلمان العوده د اعدام او پانسی کولو غوښتنه کړی وه .

د سعودی عربستان ال سعود رژیم دغه راز د  احمد بن راشد بن سعید او د سعید بن ناصر الغامدی چې په بهرنیو هیوادونو کښې اوسیږی په شمول د عربستان د پوهنتون په ځینو استادانو بهر ته په تلو بندیز لګولی دی .

د عربستان رژیم په سلګونو لیکوالان ، فعالان او روحانیون له تیرې سپتمبر میاشتې راهسې د ترهګرو فعالیتونو په شمول په بیلابیلو پلمو نیولې او زندانی کړی دی .