سعودی عربستان او متحده عربی امارات اختلاف اچوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i78331-سعودی_عربستان_او_متحده_عربی_امارات_اختلاف_اچوی
د ترکیې د «تان یرید» خبری سایټ مدیر او د سیاسی مسائیلو کارپیژاند جاهد قلیچ زمونږ له خبریال سره په مرکه کښې وویل په اسلامی نړۍ کښې د اتحاد د مخنیوی لپاره د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو هدف په سیمه کښې د امریکا او داسرائیلو د هدفونو تحقق او د ګټو تامینول دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 22, 2018 01:00 Asia/Kabul
  • هغه په اسلامي نړۍ کښې د اختلاف لپاره دسیسې  په سیمه کښې دامریکا او د اسرائیلو د هدفونو دتحقق او د ګټو د تامینولو په چوکاټ کښې وبللې .
    هغه په اسلامي نړۍ کښې د اختلاف لپاره دسیسې په سیمه کښې دامریکا او د اسرائیلو د هدفونو دتحقق او د ګټو د تامینولو په چوکاټ کښې وبللې .

د ترکیې د «تان یرید» خبری سایټ مدیر او د سیاسی مسائیلو کارپیژاند جاهد قلیچ زمونږ له خبریال سره په مرکه کښې وویل په اسلامی نړۍ کښې د اتحاد د مخنیوی لپاره د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو هدف په سیمه کښې د امریکا او داسرائیلو د هدفونو تحقق او د ګټو تامینول دی .

هغه ټینګار وکړ په داسې حال کښې چې ایران ، ترکیې ، پاکستان او انډونیزیا د اسلامی هیوادونو د اتحاد لپاره هڅه کړی ده سعودی عربستان او متحده  عربی امارات  د فلسطین په مسلې کښې چې د اسلامی نړۍ ترټولو مهمه مسله ده د اسلام له دښمنانانو سره ملګرتیا کوی .

دترکیې د شناند جاهد قلیچ د اسلامی هیوادونو ترمینځ د حقیقی اتحاد له رامینځته کیدا او د  حقیقی اسلام له احیا کیدا د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو د چارواکو د ویریدا علت ددوې د موجودیت په خطر کښې لویدل وباله  او زیاته یې کړه د وهابیت د بې لارې فرقې د جوړولو لپاره د سعودی عربستان اقدام د مسلمانانو ترمینځ د اختلاف د اچولو او په اسلامی نړۍ کښې د وحدت دمخه دنیولو په هدف سره دی .

هغه په اسلامی نړۍ کښې د اختلاف لپاره دسیسې  په سیمه کښې دامریکا او د اسرائیلو د هدفونو دتحقق او د ګټو د تامینولو په چوکاټ کښې وبللې او ویې ویل تر هغه وخته چې  د اسلامی هیوادونو حکومتونه د وحدت پلوی ونه وسی دغه چاره به  محققه  نشی .