دیمن پوځ د عربستان دعسکرو په مرکزونو توغندی ویشتلی
-
که چیرې د سعودي عربستان ائتلاف سوله غواړي نو یمن په ټولو جبهو کښې د پوځي عملیاتو بندولو ته چمتو دی .
فارس خبری اژانس وایی د یمن پوځ او ولسی کمیټیو بیګا د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف دحملو دوام ته په غبرګون کښې په جنوب کښې په عسیر ولایت کښې دعربستان دعسکرو په مرکزونو توغندوی حمله وکړه .
دیمن پوځ او ولسی کمیټیو وویل چې د سعودی عربستان په جنوب کښې په عسیر ولایت کښې یې ددغه هیواد د عسکرو په مرکزونو د زلزال یو(Zelzal-1) ډوله څلور(۴) توغندی ویشتلی دی .
ددغه توغندوی حملې دمرګ ژوبلو په اړه تراوسه کوم راپور نه دی خپور شوی .
د یمن د انقلاب د لوړې کمیټۍ مشر محمد علی الحوثی هم په تیرې یکشنبې شپې ویلی وو یمن د سولې دملاتړ او د خپلو تیریو د دوام لپاره د سعودی عربستان دائتلاف د هرډول پلمې د له مینځه وړلو لپاره د توغندیو او دبې پایلوټه الوتکو دحملو بندولو ته چمتو دی .
محمد علی الحوثی وویل یمن دملګروملتونو د ځانګړی استازی مارټین ګریفیټس په غوښتنه د توغندیو او د بې پایلوټه الوتکو حملې بندوی چې په هیواد کښې د سولې لپاره فرصت برابر شی .
الحوثی په دې خبرې ټینګار سره چې د یمن د توغندیو او دبې پایلوټه الوتکو حملې دیمن په بیخ بنایانو د سعودی عربستان دائتلاف د حملو او تیریو په وړاندې یو(۱) دفاعی اقدام دی وویل که چیرې د سعودی عربستان ائتلاف سوله غواړی نو یمن په ټولو جبهو کښې د پوځی عملیاتو بندولو ته چمتو دی .
سعودی عربستان د نړیوالې ټولنې غوښتنې ته له پام کولو پرته هماغه راز په یمن بمباریو او حملو ته دوام ورکوی .