دیمن انصار الله دعربستان په سیاست نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i78459-دیمن_انصار_الله_دعربستان_په_سیاست_نیوکه_وکړه
زمونږ خبریال وایی د یمن دانصار الله دسیاسی شورا غړی «عبدالملک العجری» له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو په عادی کولو او دسیمې له هیوادونو سره په دښمنۍ کښې د عربستان په سیاست نیوکه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 26, 2018 12:39 Asia/Kabul
  • د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان سیاست له دې زیات چې سعودي وي  صهیونیسټي دی .
    د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان سیاست له دې زیات چې سعودي وي صهیونیسټي دی .

زمونږ خبریال وایی د یمن دانصار الله دسیاسی شورا غړی «عبدالملک العجری» له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو په عادی کولو او دسیمې له هیوادونو سره په دښمنۍ کښې د عربستان په سیاست نیوکه وکړه .

د سعودی عربستان ال سعود رژیم دامریکا د دوستۍ دجلبولو ، په سیمه کښې دجنګ او دښمنۍ دزیاتولو او د ترهګرۍ او دسرزورۍ د پراخولو لپاره په میلیارډونو ډالره لګوی او عربستان له ترهګرو ډلو سره ډیرې مالی  مرستې هم کوی .

دیمن د انصار الله د سیاسی شورا دنړیوال اړیکو مسول حسین العزی هم ټینګار وکړ د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان سیاست له دې زیات چې سعودی وی  صهیونیسټی دی .

له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو دعادی کولو لپاره د ال سعود رژیم په مشرۍ د ځینو عربو هیوادونو هڅه په داسې حال کښې ده چې د رسمی شمیرنو پراساس دغه رژیم له ۱۹۶۷ میلادی کال څخه تر ۲۰۱۷ میلادی کال پورې څه دپاسه دوه څلویښت زره (۴۲۰۰۰)فلسطینیان شهیدان کړی دی او په لسګونو زره کسان یې ژوبل کړی هم دی .