د سورئې پوځ د ابوالظهور ستره لاره دخلکو په وړاندې پرانیستله
تفکیری ترهه ګر په تیرو دوو کلونو کې دسورئې دپوځ ا و دمقاومت دځواک په لاس له ماتو وروسته او دغه راز د له تاؤتریخوالو د پاکو سیمو درامینځةکونکی موافقې په اساس ادلب ولایت ته منتقل شوی دی . دسورئې پوځی ځواک او دمقاومت ځواکونه د ادلب ولایت د آزادولو لپاره تیار دی .
فارس خبری آژانس راپورورکړ دسورئې پوځ یو ځل بیا د ابوالظهور ستره لاره د عامو خلکو په وړاندې پرانستله څو دوی دوی په ادلب کې د النصره جبهې د تکفیری ترهه ګرو تر نیواک سیمو څخه ووځی او کرارو سیمو ته پناه یوسی .
راپور ښئ دابوالظهور سترې لارې پرانیستل ، له روسیی ځواکونو سره له غږملتیا وروسته ترسره کیږی او ټاکل شوې ده ، عام خلک د دسمبر تر دوهمې نیټې پورې له دغې سترې لارې تیر شی .
د سورئې حکومت د اګست په شلمه نیټه دادلب ولایت په ختیځ کې ابوالظهور ستره لاره،د هغو عامو خلکو د ویستلو په موخې سره ، چې په ادلب کې د ترهه ګرو تر نیواک لاندې سیمو کې په ډیرو بدو شرائطو کې شپې سبا کوی ، پرانیستلې وه . دا اوه م ځل دی ، چې دسورئې پوځ د ابوالظهور سیمې له بیرته آزادولو وروسته دغه ستره لاره پرانیستی ده .
له بل پلوه دسورئې پوځی ځواک یو ځل بیا دسورئې دپوځ تر کنټرول لاندې سیمو ته دنفوذ لپاره په ادلب ولایت کې د ترهه ګرو هڅه ناکامه کړې ده .