فلسطینیانو د ایران قدرونه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i78560-فلسطینیانو_د_ایران_قدرونه_وکړه
د ستنیدو د حق د ستر لاریون ترسره کونکي عالي پلاوي پرون په یوه خبرپاڼه کښې چې په غزه کښې د دغه لاریون د ترسره کیدو په بهیر کښې ولوستله شوه، د فلسطین له خلکو او ارمانه د ملاتړ په وجه د ایران د ولس او حکومت قدرونه وشوه.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 01, 2018 04:14 Asia/Kabul
  • فلسطینیانو د ایران قدرونه وکړه

د ستنیدو د حق د ستر لاریون ترسره کونکي عالي پلاوي پرون په یوه خبرپاڼه کښې چې په غزه کښې د دغه لاریون د ترسره کیدو په بهیر کښې ولوستله شوه، د فلسطین له خلکو او ارمانه د ملاتړ په وجه د ایران د ولس او حکومت قدرونه وشوه.

ایرنا لیکلي چې د ستنیدو د حق د ستر لاریون ترسره کونکي پلاوي په دغه خبرپاڼه کښې ویلي چې دا لاریون به د ټولو اهدافو تر پوره کیدو دوام ولري.

دغه پلاوي همداشان له اسرائیلو سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د سیمې د ځینو عربو رژيمونو کوشش وغنده او ټینګار یې وکړ چې له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو سمول د فلسطین له خلکو سره خیانت دی.

د ویلو ده چې زرګونو فلسطینیانو پرون د ستنیدو د حق د صلحه ایز لاریون په شپږدیرشمه جمعه (د فلسطین له ولس سره د نړیوال پيوستون) په عنوان سره مظاهرو کښې ګډون وکړ.

په دغه لاریون باندې د صهیونیسټو پوځیانو په ډزو کښې ۲۸ فلسطینیان زخمي شول.