که صهونیسټان کومه تیروتنه وکړی نوغاښ ماتونکی ځواب به ووینی
په همداوروستیو کې دصهونیسټ رژیم دمستعفی دفاع وزیر پشمول ځینو وحشی صهونیسټی چارواکو او د دغه رژیم دپوځ ویندوی لبنان په کرتو په جنګ ګواښلی او دسید حسن نصر ا... کلک ځواب هم ددغو ګواښونو په غبرګون کې ؤ .
ایرناخبری ا ژانس راپورورکړ د لبنان حزب ا.. ولسی غورځنګ بیګا یوه دقیقه ای ویډیو کلیپ د :که غلطی وکړئ پښمانه به شئ : په عنوان او په پټۍ کې د عبرۍ ژبې په ژباړلو سره خپور کړی چې په یوې برخې کې ئې د حزب ا... ولسی مبارز غورځنګ د عمومی منشی سید حسن نصرا... دخبرو یوه برخه هم راخستل شوې ، چې صهونیسټانو ته په لبنان دتیریو په باب ئې خبرداری ورکړی او روښانه ئې کړې ده ، حزب ا... به په لبنان هرډول تیریو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی .
په خپرۀ شوی ویډیوئی کلیپ کې د صهونیسټ رژیم دایټمی تاسیساتو او څو نورو پوځی مرکزونو هوائی تصویرونه چې د حزب ا... غورځنګ دتوغندوی تجهیزاتو او د مبارزانو دصحنو تر څنګ نندارې ته وړاندې کړی دی او وحشی ا و تیریګرو صهونیسټانو ته ئې یو ځل بیا ښودلې ده چې د نیواکی فلسطین یو ځای هم د حزب ا...ولسی غورځنګ دمبارزانو له شیشته لیرې نه دی .
په همداوروستیو کې دصهونیسټ رژیم دمستعفی دفاع وزیر پشمول ځینو وحشی صهونیسټی چارواکو او د دغه رژیم دپوځ ویندوی لبنان په کرتو په جنګ ګواښلی او دسید حسن نصر ا... کلک ځواب هم ددغو ګواښونو په غبرګون کې ؤ .