امریکا هماغه رازپه سورئې کې له ترهه ګرۍسره دمبارزې خنډده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i78922-امریکا_هماغه_رازپه_سورئې_کې_له_ترهه_ګرۍسره_دمبارزې_خنډده
میرمن زخارووا وئیلی دی ، له ترهه ګرو ډلو دمریکا ملاتړ او له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې د دغه هیواد له کارړنګونو سره سره ، دسورئې داساسی قانون دکمیشن دجوړولو لپاره هڅې دوام لری .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 14, 2018 03:03 Asia/Kabul
  • امریکا هماغه رازپه سورئې کې له ترهه ګرۍسره دمبارزې خنډده

میرمن زخارووا وئیلی دی ، له ترهه ګرو ډلو دمریکا ملاتړ او له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې د دغه هیواد له کارړنګونو سره سره ، دسورئې داساسی قانون دکمیشن دجوړولو لپاره هڅې دوام لری .

روسیه الیوم خبری چینل راپور ورکړی ، دروسیې  دخارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زخارووا  بیګا په یولړ څرګندونو کې  روښانه کړې ،   په سورئې کې د  امریکا  پوځی شتون  په دغه  هیواد کې  له ترهه ګرۍ سره  په جنګ کې  دیو واقعی خنډ  حسابیږی .

میرمن زخارووا  وئیلی دی ،   له ترهه ګرو ډلو دمریکا   ملاتړ او له ترهه ګرۍ سره  په مبارزې کې د دغه هیواد له کارړنګونو سره سره ،  دسورئې  داساسی قانون دکمیشن  دجوړولو لپاره  هڅې دوام لری .  هغې زیاته کړې ، اوس  دایران ځانګړی استازی  په سیمې کې کوټلی تماسونه  لری  او  له ترکیې سره  هم  دسورئې  د بدلونونو په باب  خبرې اترې روانې دی .

 دسورئې  په چارو کې د روسیې  د ولسمشر ځانګړی استازی   الیګذینډر  لاورنتوف هم وئیلی دی ، په سورئې کې تر نامعلومې مودې پورې دامریکا  پوځی شتون ،   دروسیې ،ایران اوترکیې پشمول د آستانې  دسولې دخبرواترو د ضامنو هیوادونو داندیښنې لامل کیږی ، او باید په باب نړیواله ټولنه جدی ګامونه پورته کړی څو نور  د سورئې  د ولس کړاؤنه پای ته ورسیږی .