امریکا هماغه رازپه سورئې کې له ترهه ګرۍسره دمبارزې خنډده
میرمن زخارووا وئیلی دی ، له ترهه ګرو ډلو دمریکا ملاتړ او له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې د دغه هیواد له کارړنګونو سره سره ، دسورئې داساسی قانون دکمیشن دجوړولو لپاره هڅې دوام لری .
روسیه الیوم خبری چینل راپور ورکړی ، دروسیې دخارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زخارووا بیګا په یولړ څرګندونو کې روښانه کړې ، په سورئې کې د امریکا پوځی شتون په دغه هیواد کې له ترهه ګرۍ سره په جنګ کې دیو واقعی خنډ حسابیږی .
میرمن زخارووا وئیلی دی ، له ترهه ګرو ډلو دمریکا ملاتړ او له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې د دغه هیواد له کارړنګونو سره سره ، دسورئې داساسی قانون دکمیشن دجوړولو لپاره هڅې دوام لری . هغې زیاته کړې ، اوس دایران ځانګړی استازی په سیمې کې کوټلی تماسونه لری او له ترکیې سره هم دسورئې د بدلونونو په باب خبرې اترې روانې دی .
دسورئې په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی الیګذینډر لاورنتوف هم وئیلی دی ، په سورئې کې تر نامعلومې مودې پورې دامریکا پوځی شتون ، دروسیې ،ایران اوترکیې پشمول د آستانې دسولې دخبرواترو د ضامنو هیوادونو داندیښنې لامل کیږی ، او باید په باب نړیواله ټولنه جدی ګامونه پورته کړی څو نور د سورئې د ولس کړاؤنه پای ته ورسیږی .