دسعودی عربستان پلانونو سخته ماتی خوړلی ده
-
په فارس خلیج کښې د سعودي عربستان د چارواکو سیاستونه به ددغه سیمې هیوادونو ته له تاوان رسولوپرته بله نتیجه ونلري .
زمونږ خبریال وایی د ترکیې دولسمشر ویاند «ابراهیم کالین» د فارس خلیج په حوزې کښې د سعودی عربستان پلانونه ماتی خوړلی اوناکامه وبلل .
هغه د قطر له «العرب» ورځپاڼې سره په مرکه کښې ټینګار وکړ هغه پلان چې په ۲۰۱۷ میلادی کال کښې د سعودی عربستان په مشرۍ د ځینو عربو هیوادونو لخوا د قطر پرضد د اقتصادی کلابندۍ په هدف سره اجرا شوی یو(۱) غیر عادلانه او دوکه ورکونکی اقدام وو چې هیڅ بنسټ یې نه درلود .
د ترکیې دولسمشر ویاند «ابراهیم کالین» ډاګینه کړه هغه هیوادونه چې د عربستان په مشرۍ یې قطر تر اقتصادی کلابندۍ لاندې راوست نه یوازې خپلو هدفونو ته ونه رسیدل بلکې ددغه ناعادلانه سیاست په نتیجه کښې قطر پیاوړی هم شو .
کالین وویل په فارس خلیج کښې د سعودی عربستان د چارواکو سیاستونه به ددغه سیمې هیوادونو ته له تاوان رسولوپرته بله نتیجه ونلری وویل پردې اساس عربستان ته سپارښتنه کیږی چې په سیمه کښې دکړکیچونو د رامینځته کولو کار پاې ته ورسوی .