دیمن پوځ دعربستان په جنوبی برخو بیا توغندی وویشتل
دیمن دسولې دخبرواترو شپږم پړاؤ د دسمبر په شپږمه نیټه د سویډ په سټاکهم کې د یمن په چارو کې د ملګروملتو دځانګړی استازی مارتین ګریفیټس په مشرۍ د یمن والو لورو په شتون سره پیل شوی او د دسمبر تر دیارلسمې پورې دیمن په لویدیځ کې په الحدیده کې داوور په باب له یوې موافقې سره پای ته رسیدلی دی .. الحدیده بندر دیمن مظلوم ولس ته د انسان دوستۍ دمرستو دلیږدولو یوازینۍ تر ټولو اصلی لاره ده .
المسیره ټیلیویژنی چینل راپورورکړی ، دیمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو توغندوی یونټ بیګا د عربستان په جنوب کې په جیزان ولایت کې په الخوبه سیمې کې د عربستان دپوځ مورچلې په الزلزال یو ډوله دوو توغندیو وویشتې .
راپور ښئ وړمه شپه هم د یمن د پوځ او ولسی مبارزوکمیټیو د توپونو یونټونو هم په جیزان کې د الخوبه په ختیځ او د جبل الدود په شاوخوا کې د سعودی تالی څټو پرمورچلو درندې ډزې کړی چې یو شمیر مرګ ژوبلې ئې آړولی دی .
دیمن د وسلوال پوځ ویندوی تورن جنرال یحیی سریع پرون ناوخته وئیلی دی ، په الحدیده ښار کې د اوور بند په دریمې ورځې هم دسعودی تیریګرائیتلاف جنګی الوتکو خلاف ورزی کړی او د دغه ښار ځینی برخې ئې بمباری کړی دی .
هغه وئیلی دی ، په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د آل سعود رژیم جنګی الوتکو دیمن په بیلابیلو سیمو کې ۳۹ځله بمبارۍ کړی دی .