دسعودی عربستان ګوډاګیان د اوربند خلاف ورزۍ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i79155-دسعودی_عربستان_ګوډاګیان_د_اوربند_خلاف_ورزۍ_کوی
زمونږخبریال وایی د یمن دوسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع وویل د سعودی عربستان ګوډاګیانو په تیرو څلورویشتو(۲۴) ساعتونو کښې په الحدیده بندر کښې د اعلان شوی اوربند اوه څلویښت(۴۷) ځله خلاف ورزۍ کړی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 24, 2018 01:20 Asia/Kabul
  • تراوسه د یمن د جنګ دختمولو لپاره ډیرې هلې ځلې شوي دي خو هر ځل د سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو او امریکا په کارړنګونو سره بندون ته رسیدلي دي
    تراوسه د یمن د جنګ دختمولو لپاره ډیرې هلې ځلې شوي دي خو هر ځل د سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو او امریکا په کارړنګونو سره بندون ته رسیدلي دي

زمونږخبریال وایی د یمن دوسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع وویل د سعودی عربستان ګوډاګیانو په تیرو څلورویشتو(۲۴) ساعتونو کښې په الحدیده بندر کښې د اعلان شوی اوربند اوه څلویښت(۴۷) ځله خلاف ورزۍ کړی ده .

هغه وویل د سعودی عربستان ګوډاګیانو دیمن د ولسی کمیټیو او د پوځ په مرکزونو او هستوګنو سیمو د توپونو اوه ویشت (۲۷) ډزې کړی دی .

دیمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع په عین حال کښې اوربند ته د ولسی کمیټیو او دپوځ په پاې بندۍ ټینګار سره له هغوې وغوښتل د اوربند بیا بیا خلاف ورزۍ ته  له هرډول غبرګون ښودلو ډډه وکړی .

امنیت شورا د روان میلادی کال د دسمبر په ۲۱ نیټه دیمن په الحدیده ښار کښې په اوربند د ملګروملتونو د څارونکی پلاوی له دیره کیدا سره موافقت وکړ او دیمن په مهمو بندرونو کښې یې د اوربند له موافقې په ملاتړ کښې ۲۴۵۱ پریکړه لیک تصویب کړ .

تراوسه د یمن د جنګ دختمولو لپاره ډیرې هلې ځلې شوی دی خو هر ځل د سعودی عربستان د  متحده عربی اماراتو اود امریکا په کارړنګونو سره بندون ته رسیدلی دی