کینیډا هماغه راز له اختلافاتو سره سره په عربستان وسلې پلوری
دکینیډا لومړی وزیر جاستین تروډو تیره اونۍ په یوې مرکې کې وئیلی وو، چې حکومت ئې له عربستان سره د یودیرش میلیارډ ډالرو په ارزښت د وسلو له موافقې د وتلو لپاره په لارې چارې پسې دی او هغه مجوز چې ریاض ته ئې د زغرګاډو د ورسپارلو په باب جنرال ډاینامیکس شرکت ته ورکړی بیرته اخلی .
دکینیډا ګلوپ اینډ میل خپرونې ایشوا کړې و دکینیډا او عربستان د اړیکوله ترینګلتیاؤ سره سره ریاض ته د دغه هیواد دوسلو صادرات هماغه راز دوام لری .
دغې خپرونې راپور ورکړی ، د جنرل ډاینامیکس شرکت د درندو زغر ګاډو یوه جوپه دیکشنبې په ورځې له کینیډا سعودی عربستان ته لیږدول شوی ده .
د دغې خپرونې دراپور په اساس د دغو پوځی زغرګاډو وړونکی کشتۍ ، له یمن سره د سعودیانو د جنګ په ضد د کینیډائی ښاریزو له مظاهرې یوازې یوه ورځ وروسته عربستان ته روانه شوې ده .
داپه داسې حال کې دی چې دکینیډا لومړی وزیر جاستین تروډو تیره اونۍ په یوې مرکې کې وئیلی وو، چې حکومت ئې له عربستان سره د یودیرش میلیارډ ډالرو په ارزښت د وسلو له موافقې د وتلو لپاره په لارې چارې پسې دی او هغه مجوز چې ریاض ته ئې د زغرګاډو د ورسپارلو په باب جنرال ډاینامیکس شرکت ته ورکړی بیرته اخلی .
داپه داسې حال کې دی ، چې جنرال ډاینامیکس شرکت په یوې خبرتیا کې وئیلی دی ، دغه شرکت په عربستان دپوځی وسلو دپلورلو اجازت لری .
امریکا ،انګلستان،فرانسه ، ایټالیا ، جرمنی او کینیډا عربستان ته د وسلو تر ټولو ستر صادرونکی هیوادونه دی او هغه وسلې چې دغه هیوادونه ئې سعودی عربستان ته ورکوی ، دیمن د مظلومو ماشومانو ،ښځو اوعامو خلکو په ضد کارول کیږی .