دیمن پوځ دعربستان جنوبی برخې په توغندیو او توپونو وویشتې
دیمن دپوځ ویندوی یحیی سریع بیګا وئیلی دی ، په الحدیده کې د اوور بند د ټینګیدا د موافقې دلومړرۍ مرحلې له اجرا سره په یو وخت د سعودی ائیتلاف ت یریګرو د دغه اوور بند ۵۳ځله خلاف ورزی کړې ده ، چې باید اړونده نړیوال اورګانونه ئې پوښتنه وکړی .
فارس خبری آژانس راپورورکړ د یمن پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو بیګا په یوه وخت دعربستان په جنوب کې د توغندوی ،توپونو او دبې پیلوټه الوتکو درې عملیات ترسره کړی دی .
راپورښئ دیمن د توغندوی یونټ دعربستان په عسیر ولایت کې د سعودی پوځیانو پر مورچلو د زالزال یو ډوله دوه بالیسټیک ویشتی ، چې وئیل کیږی یو لړ مرګ ژوبل ېاو تاوانونه ئې اړولی دی .
همداراز د یمن د توپونو یونټ هم د دغه ولایت په غلب سیمې کې دعربستان دپوځ پر مرکزونو د توپونو درندې ډزې وکړې . دیمن بې پیلوټه الوتکو هم د سعودی عرب په نجران ولایت کې په السدیس سیمې کې دسعودی تالی څټو پر مرکز بمبارۍ وکړې . د دغو حملو داحتمالی مرګ ژوبلو په باب څه نه دی وئیل شوی .
د یمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو دغه توغندوی ، توپونو او د بې پیلوټه الوتکو حملې ، دسویډ دموافقې دخلاف ورزیو او دیمن په لویدیځ کې په الحدیده کې اوور بند ته د سعودی تیریګر ائیتلاف د نه پابندۍ په ځواب کې ترسره کیږی .