دیمن پوځ دعربستان جنوبی برخې په توغندیو او توپونو وویشتې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i79301-دیمن_پوځ_دعربستان_جنوبی_برخې_په_توغندیو_او_توپونو_وویشتې
دیمن دپوځ ویندوی یحیی سریع بیګا وئیلی دی ، په الحدیده کې د اوور بند د ټینګیدا د موافقې دلومړرۍ مرحلې له اجرا سره په یو وخت د سعودی ائیتلاف ت یریګرو د دغه اوور بند ۵۳ځله خلاف ورزی کړې ده ، چې باید اړونده نړیوال اورګانونه ئې پوښتنه وکړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 30, 2018 01:54 Asia/Kabul
  • دیمن پوځ دعربستان جنوبی برخې په توغندیو او توپونو وویشتې

دیمن دپوځ ویندوی یحیی سریع بیګا وئیلی دی ، په الحدیده کې د اوور بند د ټینګیدا د موافقې دلومړرۍ مرحلې له اجرا سره په یو وخت د سعودی ائیتلاف ت یریګرو د دغه اوور بند ۵۳ځله خلاف ورزی کړې ده ، چې باید اړونده نړیوال اورګانونه ئې پوښتنه وکړی .

 فارس خبری آژانس راپورورکړ  د یمن  پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو  بیګا   په یوه وخت   دعربستان په جنوب کې  د  توغندوی ،توپونو او دبې پیلوټه الوتکو  درې عملیات ترسره کړی دی .

 راپورښئ  دیمن  د توغندوی  یونټ    دعربستان  په عسیر ولایت کې  د سعودی پوځیانو پر مورچلو  د زالزال  یو ډوله  دوه  بالیسټیک  ویشتی ، چې  وئیل کیږی یو لړ مرګ ژوبل ېاو تاوانونه ئې اړولی دی .

 همداراز د  یمن د توپونو یونټ هم     د دغه ولایت  په غلب سیمې کې  دعربستان دپوځ  پر مرکزونو د توپونو درندې ډزې وکړې . دیمن بې پیلوټه  الوتکو هم  د سعودی  عرب  په نجران  ولایت کې  په السدیس سیمې کې  دسعودی تالی څټو پر مرکز بمبارۍ وکړې .  د دغو حملو  داحتمالی مرګ ژوبلو په باب څه نه دی وئیل شوی .

 د یمن دپوځ او ولسی  مبارزو کمیټیو  دغه توغندوی ، توپونو او د بې پیلوټه الوتکو   حملې ،   دسویډ دموافقې   دخلاف ورزیو او  دیمن په لویدیځ کې  په الحدیده   کې   اوور بند ته د سعودی تیریګر ائیتلاف  د نه پابندۍ  په ځواب کې ترسره کیږی .