د سوریې په اړه له خپل دریځه د ټرمپ شاتګ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i79420-د_سوریې_په_اړه_له_خپل_دریځه_د_ټرمپ_شاتګ
داسې ښکاری چی ټرمپ اوس د سختو داخلی او اروپایی متحدانو تر سخت دباو لاندې مجبور شوی دی چی له سوریې د امریکایی عسکرو د ویستلو د وخت له دیرشو ورځو تر ۱۲۰ پورې په زیاتولو سره د خپلو پخوانیو پروګرامونو د تعدیل په ترڅ کې د دمشق په اړه له خپل کلی دریځ هم شاتګ وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 03, 2019 12:17 Asia/Kabul
  • د سوریې په اړه له خپل دریځه د ټرمپ شاتګ

داسې ښکاری چی ټرمپ اوس د سختو داخلی او اروپایی متحدانو تر سخت دباو لاندې مجبور شوی دی چی له سوریې د امریکایی عسکرو د ویستلو د وخت له دیرشو ورځو تر ۱۲۰ پورې په زیاتولو سره د خپلو پخوانیو پروګرامونو د تعدیل په ترڅ کې د دمشق په اړه له خپل کلی دریځ هم شاتګ وکړی .

د سوریي له کړکیچه د کابو اتو کلونو په تیریدا سره چی د سوریې په داخلی چارو کی د  امریکا او د هغې د اروپایی او عربی متحدانو په لاس وهنې اود دغه هیواد د قانونی حکومت د نسکورولو په خاطر  له ترهه ګرو ډلو په ملاتړ سره وو ، اوس د قدرت انډول په بشپړه د سوریې د حکومت او د هغه د متحدانو په ګټه بدل شوی دې .

په عین حال کی په سوریه کی د پراتو امریکایی عسکرو ډیر لګښتونه او له ټولو مهم د واشنګټن د سیمه ایزو ژمنو د کمولو لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ کړچار سبب شو چی ټرمپ د دسمبر په ۱۹ نیټه په یوه ناڅاپی فیصله کی اعلان وکړ چی له سوریې د امریکایی عسکر وباسی .

داسې ښکاری چی ټرمپ اوس د سختو داخلی او اروپایی متحدانو تر سخت دباو لاندې مجبور شوی دی چی له سوریې د امریکایی عسکرو د ویستلو د وخت له دیرشو ورځو تر ۱۲۰ پورې په زیاتولو سره د خپلو پخوانیو پروګرامونو د تعدیل په ترڅ کې د دمشق په اړه له خپل کلی دریځ هم شاتګ وکړی .

داپه داسی حال کی دی چی ټرمپ مخکې په داعش د بریالیتوب په اعلانولو سره ادعا کړی وه چی نور په سوریه کې د امریکایی عسکرو د شتون د دوام ضرورت نه وینی . په داسې حال کی چی اوس د بلې دندې یعنی د سوریې له کردانو په ملاتړ ټینګار کوی  . واشنګټن په وروستیو څو کلونو کې د سوریې په شمال او شمال ختیځ کې له کرد ملیشاو او ډیموکراټیک ځواکونو سره یو ځای د  خپلو عسکرو په ځای پر ځای کولو سره  ادعا کوله چی له داعش ترهه ګرې ډلې سره مبارزه کوی .

د کره کتونکیو له نظره له سوریې د امریکایی عسکرو د ویستلو لپاره د ټرمپ فیصله په بشپړه شاتګ دې چی له جاجونې او د واشنګټن او د هغه د سیمه ایزو متحدانو لپاره د جدی پایلو او احتمالی خطرو په نظر کې له نیولو پرته  ده . همدغه مسله سبب شوی ده چی ټرمپ په یوه بله دریځ نیونه کې د امریکایی عسکرو له وتلو سره سره په سوریه کې د عملیاتو په  ترسره کولو ټینګار وکړی .

په دې ډول باید ووایو چی د ټرمپ حکومت له دې  زیات چی له سوریې بشپړه  او هر اړخیزه وتلو ته پام وکړی یوازې له دغه هیواده خپل عسکر ، عراق ته منتقل کړی او په سوریه کې به د احتمالی پوځی لاسوهنې لپاره خپل چمتووالې وساتی .