مینځنی ختیځ ته د امریکا دخارجه وزیر پړاویز سفر :-
-
د واشنګټن اروپايي متحدان دمینځني ختیځ په ثبات کښې دایران د رول په اهمیت اعتراف کوي .
دامریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پمپئو(Mike Pompeo) له نن څخه مینځنی ختیځ ته خپل سفر پیل کړ .
مایک پمپئو د جنورۍ د میاشتې تر پینځلسمې(۱۵) نیټې پورې اردن ، مصر ، بحرین ، متحده عربی اماراتو، قطر ، سعودی عربستان ، عمان او کویت ته سفرونه کوی .
په اوسنی پړاو کښې د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو پړاویز سفر هغو مسائیلو ته په پام سره چې امریکا ورسره په سیمه کښې مخامخ ده له زیات اهمیت څخه برخمن دی .
یوه ترټولو مهمه مسله چې مایک پمپئو باید دهغې په هکله غور وکړی د سعودی عربستان د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې د کړکیچ دوام ته په پام سره چې د تیر میلادی کال د اکتوبر په دوهمه(۲) نیټه دترکیې په استنبول کښې د سعودی عربستان په کنسولګرۍ کښې ووژل شو د امریکا او دسعودی عربستان د اړیکو راتلونکی دی .
د امریکا جاسوسۍ ادارې سی ایی ای اعتراف کړی چې د سعودی عربستان ولیعهد او حقیقی واکمن محمد بن سلمان د خبریال دبوږنونکی وژلې د حکم په ورکولو سره اصلی رول لرلی دی .
دغه مسلې دامریکا دکورنی سیاست په ډګر کښې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره زیاتې سرخوږې رامینځته کړی دی او مشرانو جرګې سینا هم د سعودی عربستان د رژیم د سزاګانو د اعمالولو او دیمن په جنګ کښې د واشنګټن د رول د ختمولو په زمینه کښې یو (۱)شمیر مصوبې لرلی دی .
همدا اوس دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو سعودی عربستان ته په سفر کښې باید له ولیعهد محمد بن سلمان څخه د واشنګټن دملاتړ د دوام په باره کښې سلمان ته ډاډ ورکړی .
په سعودی عربستان کښې د خبریال جمال خاشقجی د وژلې د عواملو له محاکمه کیدا سره سره د ډیرو سیاسی شناندو او حتی د واشنګټن د چارواکو له نظره دا یو(۱) نمایشی او ظاهری اقدام دی .
د اردن د سیاسی چارو کارپیژاند« حسن البراری» له الجزیرې ټیلی ویژن سره په مرکه کښې وویل حتی دامریکا حکومت چې د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان ملاتړ کوی په عربستان کښې د خبریال جمال خاشقجی د وژلې د تورنو کسانو د محاکمې په بهیر نیوکه کوی ځکه چې باوری دی دغه محاکمه ترټولو کم شفافیت او صداقت هم نلری .
دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو له سی این این(CNN)ټیلی ویژن سره په مرکه کښې د ایران پرضد د واشنګټن د چارواکو د همیشنیو تورونو د تکرارولو په ترڅ کښې وویل له سوریې دامریکا د پوځیانو وتل په مینځنی ختیځ کښې د ایران د نفوذ له پراخیدا سره د مقابلې د ماموریت دبندیدا په معنا نه دی .دامریکا دغه فعالیتونه دوام لری او پکښې هیڅ بدلون نه رامینځته کیږی .
دامریکا دبهرنیو چارو د وزیر مایک پمپئو له لاپو ډکو څرګندونو سره سره چې هڅه یې کړی ده دایران سیمه ییز رول او نفوذ منفی چاره وښیی خو اوس د واشنګټن اروپایی متحدان دمینځنی ختیځ په ثبات کښې دایران د رول په اهمیت اعتراف کوی .
په عین حال کښې نړۍ اوس په ښه ډول دایران په وړاندې دامریکا له غلیمانه کړچار څخه چې دسیمې او دایران په وړاندې د واشنګټن د لاسوهنو او د واشنګټن د زیات غوښتنو په وړاندې د تهران د مقاومت په دلیل له کینې سرچینه اخلی په ښه ډول خبره ده .
په دې سربیره د امریکا او دهغه عربو متحدانو سیمه ییز سیاستونه هم تراوسه د سوریې او دیمن په شمول له سترو ماتیو سره مخامخ شوی دی .