سوریې له کردانو سره خبرې پیل کړی دی
Jan 10, 2019 03:07 Asia/Kabul
-
په سوریې کښې د ترکیې د پوځي عملیاتو د پیلیدا ګونګوسې زیاتې شوي دي .
ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې دبهرنیو چارو د وزیر مرستیال فیصل مقداد دهیواد په شمال کښې د پوځی لاسوهنې لپاره د ترکیې له هڅې سره په یووخت د سوریې له کردانو سره د خبرواترو دپیلیدا خبر ورکړ .
هغه وویل پردی ځواکونه چې په سوریې کښې دی زر له سوریې ووځی .
له سوریې دامریکا د عسکرو له وتلو وروسته په سوریې کښې د ترکیې د پوځی عملیاتو د پیلیدا ګونګوسې زیاتې شوی دی .
دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان مخکې ویلی وو انقره په سوریې کښې د کرد ځواکونو پرضد د فرات سیند په ختیځه سیمه کښې د پوځی عملیاتو ترسره کولو ته چمتو ده .
ټیګونه