ډيپلوماټيکې هڅې او د سورئې سیاسی بریالیتوب
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i79653-ډيپلوماټيکې_هڅې_او_د_سورئې_سیاسی_بریالیتوب
دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې...... سره د خپل ګران ملګري...... دډيپلوماټيکو هلوځلود دوام او دسورئې د سیاسی بریالیتوبونو په باب له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې دی ، هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 13, 2019 12:37 Asia/Kabul
  • ډيپلوماټيکې هڅې او د سورئې سیاسی بریالیتوب

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې...... سره د خپل ګران ملګري...... دډيپلوماټيکو هلوځلود دوام او دسورئې د سیاسی بریالیتوبونو په باب له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې دی ، هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ

       دسورئې  پلازمینه دمشق  نن سبا دبیلابیلوسیاسی پلاؤ کوربه  دی،یوه داسې موضوع چې له ترهه ګرۍسره له اوه کلن جنګه وروسته،د سورئې د ولسمشر بشار اسد د ولسی حکومت لپاره بریالیتوب ګڼل کیږي .

د  ۲۰۱۱کال مارچ،کله چې په سورئې کې دترینګلتیاؤ پنځونکي پروژه  راپورته شوه،د بشاراسد دحکومت ددښمنانو او ترهه ګرو د ځيږو اوغیرانساني کارونو یوه اساسی موخه وه،د بشاراسد له پړاوه تیریدا.په دغې لارې کې امریکا،ځینو اروپائي او دعربستان،متحده عربی امارات پشمول ځينو عربو هیودونو او صهونیسټي رژيم هر هغه څه ئې چې په ظرفیّت کې درلودل،  ډګر ته راویستل او د اجاره شوو ترهه ګروپه اختیار کې ئې ورکړل،څو د سورئې حکومت او ولسی نظام پرې نسکورکړي،خو د مقاومت د چورلیز هڅو او کلکې دریدا دغه سناریو  ناکامه کړه .

Image Caption

 

           په سورئې کې د جنګ  له اوو کلونو تیریدا سره اوس دوې مهمې پيښې  په رامینځةکیدا دي .لومړۍ،په دمشق کې د خپلوسفارتونو د پرانیستو او سورئې ته د عربی افریقائي هیوادونو دمشرانو دسفرونو او دغه راز ددغه هیواد له ولسمشر بشار اسد سره دلیدوکاتو لپاره  دعربي هیوادونو هڅه ده .

 دوهمه پيښه هم ،له سورئې د امریکائي ځواک د ویستلو  دفیصلې اعلان دی.  د امریکاولسمشر ډونالډټرمپ  د تیر دسمبر په نولسمه نیټه  وئيلي دي ،کابو دوه زره ځانګړي امریکائي عسکر به  له سورئې ووځي . البته  دغه ویستل  په لومړني ګام کې او تر دیرشو ورځوپورې په مودې کې اعلان شوي ،خو وروسته  له هغو نیوکو چې  پر ټرمپ وشوې ،له سورئې  د امریکائي عسکرو  د ویستلو وخت   بدل او یو سل شلو ورځو ته ورسید.

 د مطالعاتي او سټراټژيکو پوهنکورونو  او د سیاسی مسئلو کارپيژاندو،  له سورئې د امریکائي ځواک  د ویستلو  دفیصلې اعلان،د سورئې دحکومت او د هغو دمتحدانو لپاره  میداني بریالیتوب او دسپينې ماڼۍ لپاره  سټراټژيکه ماته  وارزوله . 

 په عین حال کې،د ایران د ملی دفاع د عالی پوهنتون مشرسرداراحمد وحیدي  په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي،په  سورئې کې امریکایان پاتې شي او یا نه،ماته ئې خوړلې ده . اوس په سورئې کې د امریکا رول،د څومې ډ لې  رول په معنا دی او  د همدې موضوع په خاطر،هرڅومره چې زر له سورئې ووځي،د هغوي  دعزت لپاره لاغوره ده .هغه همداراز  له ایران پریس خبری آژانس  سره په خبرو کې  وئيلی دي،له سورئې  د امریکائي پوځیانو  وتل  یا تښته،په لویدیځي آسیاسیمې کې دمقاومت دنظرئې دستر بریالیتوب په معنا  ده .

Image Caption

 

  د امریکا نیشنل انټرسیټ  خبری سایټ  هم لیکلي دي،له دې ورتیرچې ،  اوس څومره وخت وغواړي،امریکاله سورئې ووځي،دامریکا سټراټژۍ،ماته خوړلې ده .  په سورئې کې دا مریکا دسیاست ناکامي ، په بیلابیلو سویو   سره    په سورئې کې د واشنګټن  ماته، په مختلفو سویو سره  دسورئې په جنګ له پنځه کلن شتون وروسته،چټکه او غافلګیره ده . 

 دغه ناکامي  په داسې حال کې  ده چې  د امریکا لیرې کړائ شوي  خارجه وزیر  رکس ټيلرسن  د  ۲۰۱۸کال  په جنورۍ کې  وئيلي وو،په سورئې کې امریکائي ځواک نه یوازې  په دغه هیواد کې دبشاراسد په ضد ددباؤ دیوه اړم په توګه  پاتیکیږي،بلکې دا چې  ددې مخه ونسیي،ایران  په سورئې کې خپل دریځ پیاوړي کړي .دغه شان څرګندونې اوس ښئ له واقعیّت سره هیڅ سمون نه خوري او امریکا به دخپل پوځي لګښت د کمولو  او د سعودي عربستان درژيم  پشمول  د عربو رژیمونو په وسیله د جبرانولو په موخې سره،بلاخره  له سورئې ووځي .

             دسورئې  له میداني بدلونونو  او ددغه هیواد او دمقاومت دچورلیز  په ګټه د معادلاتو له بدلیدو سره  سره،دسورئې  سیاسی او ډيپلوماټيک ډګر  هم په چټکۍ سره  ځلا موندلې او  دمشق د مقاومت دچورلیز  دبریالیتوبونو په سیوري کې  دسیاسی سلامشورو  په یوه مرکز بدل شوی دی .

  له سورئې سره داړیکو دښه کولو لپاره هڅه ، په دمشق کې  د متحده عربی اماراتو  دسفارت  دپرانیستو له وخت راهسې  اوس راڅرګنده شوې ده،سره له  دې  چې  د بحرین  چارواکو هم ټينګار کړی ،په سورئې کې ئې  خپله سیاسي نمایندګي فعاله کړې ده . کویت هم  په سورئې کې د خپل سفات دپرانیستو د وخت د رانزدیکیدا  خبر ورکړی دی . همداراز  د اردن پارلیمان   هم  له سورئې سره د ډيپلوماټیکو اړیکو د بیرته پيلیدا او دمشق ته د  اردن دسفیر دبیرته ستنولو غوښتنه کړې ده .د اردن دپارلمان استازو  غوښتنه کړې،له سورئې سره دې  د خپل هیواد اړیکې له بحرانه مخکې وخت  ته وګرځوي ؛ دوي د دمشق او امان  د اړیکو پیاوړتیا د دواړو هیوادونو په ګټه وګڼله .

 اردن  د سورئې د بحران  د پیلیدا له وخت راهسې  د آل سعود رژيم او متحده عربی اماراتو  په ډيرو دباؤنو  سره  له دمشق سره خپلې اړیکې کمې کړې دي. د ۲۰۱۱کال  په مارچ میاشت کې د سورئې د بحران په پیلیداسره عربو هیوادونو له دمشق سره خپلې ډيپلوماټيکې اړیکې غوڅې  کړې او  په سورئې کې ئې خپل سفارتونه هم وتړل . اوس چې په سورئې کې  دځینو عربو اولویدیځي  هیوادونو د دسیسې ناکامي رابرسیره شوې،د سیمې ډير هیوادونه  له دمشق سره د خپلو اړیکو د بیرته پیلولو او په دغه هیوادکې د خپلو سفارتونو  د بیارغاونې لپاره  له  یوه بله مخکې کیږي .

  له دې مخکې هم  د تیر دسمبر په شپاړسمه نیټه سورئې ته دسوډان د ولسمشر عمر البشیر  سفر   او  ددغه هیواد له ولسمشر بشار اسد سره  دهغه خبرې اترې ددغه شان هلوځلو لپاره  یوه پیلامه ده . همداراز ټاکل شوې ده ،د موریتانیا  ولسمشر  محمد ولد عبدالعزیز  هم ډير زر سورئې ته سفر وکړي . دغه سفرونه  عربی اتحادئې ته د سورئې دبیرته ستنیدو لپاره  ددغې اتحادئې له شنې  اشارې سره  په یووخت ترسره کیږي او دعربي نړۍسیاسي معادلاتو ته د سورئې د بیرته ستنیدا  نښې نښانې  رابرسیره شوي دي .

         د تیونس   د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې یوې خبرې سرچینې  عربی اتحادئې ته د سورئې د بیرته ستنیدا لپاره  د عربو هیوادونو دمشرانو د غوښتنې خبر ورکړی دی.دلبنان المیادین ټيلیویژني چینل هم راپورورکړی،داسې ښکاري، عرب هیوادونه  په عربي اتحادئې کې د سورئې دغړیتوب  له ځنډیدا  د رامینځةشوي  تشې  دډکولو لپاره  په هڅې کې ناکام  پاتې شوي  او  اوس  ددغې تشې دډکولو لپاره  دسورئې  دځنډول شوي  غړیتوب  په  بیرته احیاء پسې شوي دي .

Image Caption

 

 خبرو سرچینو المیادین ټيلیویژني چینل ته وئیلي  دي،دعربی اتحادئې  د غړو هیوادونو عمومی ټولنه یا عمومي اسمبلي به  خپلو دایمي استازو په سویه  اجازت ورکړي ، څو یو ځل بیا  له سورئې سره د عربی هیوادونو سیاسی اړیکې  بیرته پيل شي،خو  په دې  چې  سوريه  کوم وخت عربی اتحادئې ته بیرته ورګرځي،تر دې دمه کومه موافقه نه ده شوې . 

 دقطر الشرق  ورځپاڼې پخپل یوه  وروستي راپور کې  لیکلي دي ،  د روان کال په مارچ میاشت کې به  د تیونس  په کوربتوب سره  دعربی اتحادئې  د مشرانو غونډه  یوه ډیره مهمه غونډه وي  او احتمال کیږي ،  په دغې غونډې کې عربی اتحادئې ته د  سورئې دبیرته ستنیدا  لپاره   کومه فیصله وشي .

     دتیونس  دپروګرام غورځنګ  عمومی منشي  محسن مرزوق  هم  له   المیادین ټيلیویژني چینل سره  په خبروکې ددې خبرې په کولوسره چې  تیونس  په دغه هیواد کې  د سورئې  د ولمسشر  د شتون هرکلی کوي،روښانه کړې ، د نړۍ  له پنځّه اتیا هیوادونو څخه   له  غونډ شووترهه ګرو سره  په جنګ  کې  د سورئې حکومت  بریالی شوی دی .

  عربی اتحادئې ته د  سورئې دبیرته ستنیدا او  له دغه هیواد سره د  خپلو اړیکو د بیرته ټينګولو لپاره  دعربو هیوادونو له هلوځلو سره په یووخت ،  د سورئې خارجه وزارت  ددغو ترسره شوو اقداماتو هرکلی کړی دی . د  سورئې مرستیال خارجه وزیر فیصل مقداد عربی اتحادئې ته د دمشق د بیرته ستنولو لپاره  دځينو عربو هیوادونو دهڅې هرکلی کړی او  په دغې اتحادئې کې ئې  د روان بهیر  داصلاح په ضرورت ټينګار کړی دی . د سورئې مرستیال  خارجه وزیر روښانه کړې،په عربی اتحادئې کې د سورئې  له شتون پرته به،دعربو هیوادونو له خوا  هر ډول ګډ اقدام هیڅکله هم بریالی  نه وي .

 عرب هیوادونه چې اوس هڅه کوي،په دمشق کې خپل ډيپلوماټيک  مرکزونه پرانیزي ،او سوریه  یو ځل بیا دعربي نړۍ  غیږې ته  ستنه شي ،ددې ښودنه کوي ، چې   د یوه هیواد  سیاسی نظام به هیڅکله هم  په  زور اویا جنګ سره بدل  نه شي .  په سورئې کې اوه کلن جنګ  ددغه عربی هیواد  له کنډوالو ، د عامو خلکو  له کوچولو او وژلو پرته بله هیڅ  بریا نه ده درلودلې ،  او  په دغه شان شرائطو کې  هغه هیوادونه چې  له ترهه ګرو ئې بشپړ ملاتړ کاوۀ، اوس  دهغو په وړاندې نیغ په نیغه مسئولیت لري .

(سیماب)

******************************************************************************************************************************